ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې جنډه پورته شوه

مزارشريف کې جنډه پورته شوه

author avatar
20 Mar 2016 - 11:18
مزارشريف کې جنډه پورته شوه
author avatar
20 Mar 2016 - 11:18

مزارشريف (پژواک د وري لومړۍ نېټه ٩٥): د بلخ ولايت په مرکز مزار شريف کې د زرګونو تنو په ګډون د حضرت علي (کرم الله وجهه) ته د منسوب زيارت جنډه د ځانګړو رسمي مراسمو په ترڅ کې پورته شوه.

د پژواک خبريال د مراسمو له ځايه خبر راکوي، چې دغه جنډه نن له غرمې مخکې په لسو بجو او ٤٥ دقيقو د اجرايه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله په قومانده د څو توپونو د ډزو په بدرګه پورته شوه.

د دې جنډې د پورته کولو په مراسمو کې پر اجرايوي رييس سربېره د کابينې او ملي شورا  ځينو غړو، نورو دولتي چارواکو او زرګونو خلکو ګډون کړی و.

په دغو مراسمو کې ويناوالو د نوي لمريز کال د رارسېدو له امله مبارکي وويله او هيله يې وښوده، چې دغه کال د سولې او خوښۍ کال وي. په دې اړه جزييات به وروسته خپاره شي.

د مراسمو پرمهال د خلکو له خوا د جنډو رپولو ترڅنګ فضا ته پوکاڼۍ هم پورته شوې.

هر کال د وري په لومړۍ نېټه په مزارشريف کې د جنډې د پورته کولو مراسم ترسره کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.