ايبک(پژواک ٢ ورى ٩٥): د سمنګانو ولايت په تخت رستم استوپه کې د نقاشي، خطاطي او ميناتوري اثارو يو نندارتون نن په داسې حال کې پرانېستل شو چې د نوي کال په مناسبت زرګونه کسان ددې تفريحي ځاى ليدو ته راغلي دي.
د رستم تخت ډبرينه استوپه د ايبک ښار د سوېل په درې کيلومترۍ کې موقعيت لري.
لرغون پېژندنکي وايي چې دا استوپه په افغانستان کې د کوشانيانو له دورې سره تړاو لري او د هغه زمانې له مشهورو او عجيبو معماريو ګڼل کېږي.
د سمنګان د اطلاعاتو او کلتور مشر فتح الله وافي پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ياد نندارتون کې چې ددې استوپې په يوه سمڅه کې پرانېستل شوى، ددې ولايت د ٩ هنرمندانو اثار په کې نندارې ته اېښودل شوي دي.
د هغه په خبره، دا نندارتون يې ځکه په دې ځاى کې جوړ کړى چې د کال په لومړيو ورځو کې د سمنګانو او نورو ولايتونو زرګونه لېدونکي له دې تاريخي او تفريحي ځاى نه ليدنه کوي.
هغه وويل چې دا نندارتون د ياد ولايت د هنرمندانو د هنري اثارو د پېژندنې په موخه جوړ شوى دى.
ددې ولايت يو نقاش صبغت الله عطايي چې نندارتون کې يې د نقاشي او ميناتوري ١٥ اثار نندارې ته اېښودل شوي، د نندارتون پر جوړېدو خوښي څرګندوي.
نوموړى د ورته نندارتونونو جوړول د هنري اثارو د معرفي لپاره ښه اقدام بولي او وايي چې د نندارتون د پيل پرمهال يې سلګونه ننداره چيان وليدل.
هغه زياته کړه چې په دې نندارتون کې د ميتاتوري پنځه اثره، د نقاشي او رسامي ٤٥ او د خطاطۍ ٢٢ اثره نندارې ته اېښودل شوي دي.
نن شاوخوا څلور زره کسان د نوي کال جشن او تفريح لپاره راغلي وو. په دې پروګرامونو کې ځايي موسيقي او خواړه پخول شامل وو.
د ايبک ښار يو ٢٥ کلن اوسېدونکي روح الله چې نن د جشن ځاى ته راغلى و، وويل، خوښ دى چې د تفريح تر ځاى دا تاريخي ځاى او په نندارتون کې د هنرمندانو هنري اثار ګوري.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن