ترينکوټ(پژواک،٢ورى٩٥): د اروزګان ولايت په چارچينو ولسواليو کې له تېرو دوه ورځو راهيسې د افغان امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده.
د چارچينو ولسوالۍ امنيه قوماندان ولي داد د وري په دويمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرو دوه ورځو راهيسې وسله والو طالبانو ددې ولسوالۍ په بېلابېلو سيمو کې پر پوستو بريدونه پيل کړي دي.
هغه وايي چې په دې نښتو کې تر اوسه يو د ملي اردو سرتېرى او پنځه طالبان وژل شوي او يو د ملي اردو سرتېرى او ګڼ شمېر نور طالبان ټپيان شوي دي.
ده زياته کړه: (( طالبان غواړي دې ولسوالۍ ته سقوط ورکړي تر اوسه يې د امنيتي ځواکونو يوه قرارګاه هم نيولې ده.))
خو هغه وويل چې که په دې ولسوالۍ کې امنيتي ځواکونو ته په وخت وسلې او جنګي تجهيزات ور رسيږي طالبان نه شي کولى ولسوالۍ ته سقوط ورکړي.
دغه راز د چارچينو ولسوالۍ اوسېدونکي نعمت الله پژواک ته وويل چې طالبانو له تېرو دوو ورځو راهيسې ددې ولسوالۍ په هوشي او دوسنګ کوتل سيمو کې سخت بريدونه پيل کړي او لسګونه کورنۍ يې دکورونو پرېښودو ته اړ کړي دي.
هغه وايي چې که دولت چارچينو ولسوالۍ ته پاملرنه ونه کړي نو ډير ژر به دغه ولسوالۍ هم سقوط وکړي.
ددوى په خبره، چې ددغې ولسوالۍ لويه لاره دله تېر يوه کال راهيسې تړلې ده او اوسېدونکي يې له بېلابېلو ستونزو سره مخ دي.
وسله والو طالبانو د يادې نښتې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي، خو دې ډلې په خپل انټرنيټ پاڼه کې ليکلي چې پرون مازيګر طالبانو د اروزګان ولايت په مرکز ترينکوټ کې د کونډې غره په سيمه کې پر پوسته بريد کړى، دوه امنيتي سرتېري يې وژلي او پوسته يې نيولې ده.
خو د اروزګان امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
دا مهال د اروزګان ولايت سراب ولسوالۍ د وسله والو طالبانو په ولکه کې ده خو امنيتي چارواکي وايي چې د جنګي تکتيک له مخې يې دغه ولسوالۍ طالبانو ته پرېښې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن