ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د لوګر نږدې ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

د لوګر نږدې ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري

author avatar
22 Mar 2016 - 14:45
د لوګر نږدې ۵۰ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري
author avatar
22 Mar 2016 - 14:45

پل علم (پژواک، ۳ وری ۹٥): د لوګر د پوهنې رياست چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې نږدې نيمايي ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې په کرايې کورونو کې زده کړې کوي.

د لوګر د پوهنې رئيس محمداکبر ستانکزي د وري په درېيمه پژواک خبري اژانس ته د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې تېر کال په دغه ولايت کې د پوهنې بهير ښه و او دوی وکولاى شول چې په ټول ولايت کې زده کوونکو ته متوازنه او با کيفيته زده کړه ورکړي.

هغه زياته کړه: ((زموږ لویې ستونزې د تشکيل کمښت، په ځينو سيمو کې د نجونو ښوونځي احاطوي دېوالونه نه لري او بله دا چې زموږ ډېرى ښوونځي ودانۍ هم نه لري.))

د هغه د معلوماتو له مخې، چې په دغه ولايت کې له ٣٠٥ ښوونځيو او ديني مدرسو څخه ١١٨ يې ودانۍ او ٧٠ ښوونځي احاطوي دېوالونه نه لري چې زده کوونکي يې په کرايي کورونو کې زده کړې کوي.

د ستانکزي په وينا، په ډېرو سيمو کې ښوونځي د څښاک اوبو څاګانې هم نه لري چې زده کوونکي له ستونزو سره مخ دي.

ده وويل چې يادې ستونزې يې د پوهنې له وزارت او د ولايت له مقام سره شريکې کړې او د حل لپاره يې هلې ځلې روانې دي.

هغه دا هم وويل چې د لوګر په ټولو سيمو کې ښوونځي د زده کوونکو پر مخ پرانستي دي او په دې برخه کې کومه ستونزه نه ليدل کېږي.

د لوګر د ناامنې خروار ولسوالۍ د پنج پاى سيمې اوسېدونکي زيارمل پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې ټول ښوونځي فعال دي، خو يو شمېر يې ودانۍ نه لري.

ده وويل: ((موږ حق لرو چې د ښوونځي لپاره ښه ودانۍ او ارام درسي ماحول ولرو تر څو وکړای شو خپلې زده کړې په ښه توګه ترسره کړو خو په اوس وخت کې موږ ورڅخه محرم یو.))

دغه راز د پل علم د هارون خېلو د منځني ښوونځي د درېيم ټولګي زده کوونکي عبیدالله پژواک ته وويل: ((زموږ مکتب ودانۍ نه لري او له همدې امله یو کال د کلي په یوه څنډه کې راته کور په کرایه نيسي او په بل کال بیا به بله څنډه کې چې بيا موږ ته په راتګ کې مشکلات ډېر وي.))

ده له حکومتي چارواکو غوښتنه وکړه چې په دې سيمه کې د ښوونځي لپاره ودانۍ جوړه کړي.

د لوګر د ولايتي شورا مرستيال محمدقسيم خوشيوال پژواک ته وويل چې حکومت اړ دى تر څو په ټول هېواد کې د زده کوونکو لپاره د زده کړو اړين ماحول او امکانات برابر کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.