ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

فراه کې ۲۷ پولیس سرتېري تقدیر شول

author avatar
22 Mar 2016 - 17:16
author avatar
22 Mar 2016 - 17:16

فراه (پژواک، ۳ وری ۹۵): چارواکو د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې د ملي اردو د يو قراردادي او دوو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړ، بلخوا وايي هغه ٢٧ پوليس  تقدير شول چې له مخالفينو يې دوه ټانکونه نيولي دي.

د فراه امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني پژواک خبري اژانس ته وويل، د محمدقاسم په نوم د ملي اردو ياد قراردادي او دوه طالبان نن سهار د طالبان د کمين پر مهال ووژل شول.

هغه زياته کړه چې دغه کمين د شيوان په سيمه کې نيول شوى و او په کمين کې وژل شوي قراردادي محمدقاسم د ملي اردو ځواکونو ته خوراکي توکي برابرول.

د ده په وينا، د کمين پر مهال د دولتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې د دوو بريد کوونکو د وژنې تر څنګ څلور بريدګر هم ټپيان شوي دي.

خو د شيوان سيمې اوسېدونکي مير حمزه وايي چې په کمين کې محمدقاسم او د هغه يو ساتونکی او يو وسله وال طالب وژل شوي دي.

ځايي چارواکي وايي، نن هغه ٢٧  پوليس وستايل شول چې وړمه شپه يې له وسله والو مخالفينو څخه دوه ټانکونه نيولي وو.

د فراه امنيه قوماندان وايي چې وسله والو طالبانو دوې مياشتې وړاندې د دغه ولايت د خاکسفيد په ولسوالۍ کې د ملي پوليسو درې ټانکونه ونيول.

دى وايي چې دوه  ټانکونه وړمه شپه هغه مهال بېرته دولتي ځواکونو ونيول چې مخالفينو د  فراه- کندهار پر لويه لار د دغه ولايت د مرکز اړوند د "شاهراه نمبريک" پوليسو پر پوستې بريد وکړ.

ده وويل چې په دغه بريد کې درې طالبان او يو پوليسو ووژل شول او ١١ ټپيان شول.

نن د فراه والي محمداصف ننګ له همدې امله ياد ٢٧ پوليس سرتېرو، ساتنمنانو او افسرانو ته ستاينليکونه ورکړل.

دغه راز ننګ د يادو پنځو ساتنمنانو او دوو افسرانو د رتبو د لوړېدو وړانديز هم لوړو چارواکو ته وکړ.

ننګ وويل چې د خپلې درې مياشتنۍ تنخوا پنځوس سلنه د وژل شوو هغو پنځو پوليسو  کورنيو ته  ورکوي چې د وړمې شپې او له هغه مخکې د پشترود او خاکسفيد ولسواليو په نښتو کې وژل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.