ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر: د پوهنې وزارت دې له سياست او فشارونو و ايستل شي

ولسمشر: د پوهنې وزارت دې له سياست او فشارونو و ايستل شي

author avatar
22 Mar 2016 - 14:41
ولسمشر: د پوهنې وزارت دې له سياست او فشارونو و ايستل شي
author avatar
22 Mar 2016 - 14:41

کابل (پژواک، ٣ ورى ٩٥): ولسمشر اشرف غني د ښوونځي د زنګ په وهلو سره ١٣٩٥ ښوونيز کال پيل کړاو ويې ويل مني چې د ښوونکو د وضعيت ښه کولو په برخه کې مشروط شوى، خو هيله لري چې په روان کال کې به د کاميابي نومره واخلي.

ولسمشر محمداشرف غني چې نن يې د کابل ښار د اماني لېسې په تالار کې د نوي ښوونيز کال پيلغونډې ته خبرې کولې، وويل چې ښوونکو د هېواد اولادونه ته  په ډېرو ستونزمنو حالاتو کې د روښنايي، بيدارۍ او سراسري کفايت خوا ته لارښوونه کوي چې د ستاينې وړ دي.

نوموړي ښوونکو ته په خطاب کې وويل: ((ستاسې ګيله دا ده چې يو ښوونکى مو ولسمشر کړ، خو د ښوونکو وضعيت په بنسټيز ډول بدلون نه دى کړى، ستاسې ګيله منم او له همدې امله ده چې غواړم د پوهنې د کميت او کيفيت په اړه يوه سراسري بحث ته ننوځم.))

ولسمشر زياته کړه چې د ښوونکو د وضعيت ښه کېدو لپاره ځان ته مشروطه نومره ورکوي او سره له دې چې په دې برخه کې د ځينو کارونو د نه ترسره کېدو لپاره دلايل لري، خو مشروطي مني، له دې سره هيله من دى چې سږ کال به په دې برخه کې له ښوونکو د کاميابۍ نومره ترلاسه کړي.

نوموړي زياته کړه چې د ښوونکو ستونزې تر يوې کچې حل شوې او د هغه ځينې ژمنې په ځانګړي ډول د ښوونکو لپاره د استوګنځيو په جوړولو کې نه دي عملي شوې؛ ځکه چې د ښوونکو د ښارګوټو په نقشو کې ستونزې وې چې بايد حل شوې واى.

غني وويل چې د پوهنې وزارت د ځمکو غصب په دې برخه کې يوه بله ستونزه وه، خو اوس يو کمېسيون ګومارل شوى، څو غصب شوې ځمکې له غاصبينو بېرته را وګرځوي.

هغه وايي چې تر اوسه يې په بېلابېلو ولايتونو کې د پوهنې وزارت ٣٦ جريبه ځمکه له غاصبينو بېرته را ګرځولې ده.

ولسمشر وايي چې ټولې دولتي ادارې چې د پوهنې ځمکې يې نيولې، بايد دا ځمکې بېرته د پوهنې وزارت په واک کې ورکړي.

د ولسمشر په خبره، د پوهنې اوسنى جوړښت اړتياوو ته ځواب نه شي ويلى او سره له دې چې د کميت په برخه کې ډېر بدلونونه راغلي، خو د کيفيت له اړخه لا هم په وزارت کې ستونزې شته چې د حل لپاره يې هڅې دوام لري.

نوموړي د جزئياتو له ورکړې پرته وويل چې د پوهنې وزارت د مشرتابه په ځانګړي ډول د اصلاحاتو راوستو  په برخه کې خنډونه وو، خو پايله کې د پوهنې رياستونو شمېره له ٨٦ نه ٣٦ ته را ښکته شوه.

ولسمشر د هېواد د پوهنې په سيستم کې د ښځو او نارينه وو پر ګډون ټينګار وکړ او ويې ويل چې د ښځينه او نارينه ښوونکو شمېر يا مساوي دى او يا ښځې اکثريت دي، خو د پوهنې وزارت د مشرتابه په جوړښت کې افغان ښځه ځان نه ګوري چې دا وضعيت بايد په بنسټيز ډول بدلون ومومي او د ګومارنې معيارونه بايد شفاف وي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.