هرات ښار(پژواک، ٤ ورى ٩٥): د هرات په نور روغتون کې هره ورځ تر پنځو پورې د داسې ناروغانو درملنه کېږي چې سترګې يې د بخار ديګ په چاودنه کې زيانمنې شوې وي.
د دغه روغتون چارواکي وايي چې د تېر يوه کال په ترڅ کې څه باندې ٤٥٠ داسې کسانو دغه روغتون ته مراجعه کړې چې سترګو يې د بخار ديګ په چاودنو کې زيان ليدلى و.
د ياد روغتون مشر ډاکتر جمال اخندزاده پژواک خبري اژانس ته وويل چې د تېر کال په اوږدو کې درې مېرمنو د سخت زيان لېدو له امله د سترګو ليد له لاسه ورکړى دی.
اخندزاده زياته کړه، په ټوليز ډول د هغو کسانو شمېر چې د سوځېدنې په ځانګړي ډول د بخار ديګ په چاودنه کې زيانمن شوي، يواځې يو سلنه يې نارينه او نورې ښځې دي.
د هرات د نور روغتون مشر وويل چې د بخار ديګونو د چاودلو يو لامل د دغو ديګونو نا معياري والى دى چې بايد اړوند چارواکي د دې ډول بخار ديګونو چې په افغانستان کې جوړېږي، د پلور مخنيوى وکړي.
نوموړي کورنيو ته په سپارښتنه کې وويل چې په خپلو کورونو کې له معياري بخار ديګونه وکاروي او د دې تر څنګ دې په ديګونو کې د خوراکي توکو اندازه کمه کړي.
مرضيه يوه بله ٢٠ کلنه نجلۍ ده چې د بخار ديګ په چاودنه کې په يوه سترګه ړنده شوې او بلې سترګې يې زيان ليدلى دى.
نوموړې چې د خپلې سترګې د عملياتولو لپاره يې نور روغتون ته مراجعه کړې، وويل: ((شوروا مې پخوله، کله مې چې د ګاز له سره ديګ راپورته کړ چاودنه وشوه، نور نو په ځان نه يم پوهېدلى.))
د خديجې په نوم يوه ښځه چې په دې پېښه کې يې سترګې زيان ليدلى، وويل: ((د بخار ديګ چاودنه وشوه، سترګې مې زيانمنې شوې او اوس له عينکو کار اخلم.))
په ورته وخت کې د هرات حوزوي روغتون وياند محمد رفيق شېرزي پژواک ته وويل چې په تېر کال دريو مېرمنو د بخار ديګ د چاودنې په سبب خپل ژوند له لاسه ورکړې.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات ولايت وياند جيلاني فرهاد پژواک ته وويل چې د هرات ځايي اداره به له بېلابېلو اصنافو سره په همغږۍ د غير معياري ديګونو د پلور د مخنيوي په برخه کې عملي ګامونه واخلي.
هغه وويل: ((د هرات ځايي اداره نه يواځې چې د بې کيفيته بخار ديګونو د مخنيوي لپاره پروګرام لري، بلکې هڅه کوي چې په هرات ولايت کې د ټولو بې کيفيته مالونو مخنيوى هم وکړي.))
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن