جلال اباد(پژواک،٤ورى٩٥): د کابل_ننګرهار پر لويه لار د لغمان ولايت په کاکڅ سيمه کې د ترافيکي پېښې له امله يوه نجلې مړه شوې او اته تنه نور ټپيان دي.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل: ((نن سهار د اتو بجو په شاوخوا کې د کابل - جلال اباد پر لويه لاره د قرغيو ولسوالۍ د کاکڅ په سيمه کې د ټوډي او فلډر موټرو د ټکر له امله يوه اته کلنه نجلۍ مړه شوې او اته تنه نور زخميان دي.))
د هغه د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې درې ميرمنې او پنځه نارينه شامل دي، چې د کاکڅ په روغتيايي کلينيک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته يې يو شمېر د لغمان د قرغيو ولسوالۍ مرکزي کلينيک او يو شمېر نور يې ننګرهار ولايت ته لېږدول شوي دي.
د کاکڅ سيمې اوسېدونکي خالد مسلم هم پژواک ته وويل چې نن سهار د دوى په سيمه کې د کابل_ ننګرهار پر لويه لار ترافيکي پېښه رامنځته شوې ده.
هغه وايي چې په دې پېښه کې څو تنه ټپيان شوي و، چې کلينيک ته انتقال شوي دي.
د کابل_ننګرهار د لويې لارې د ترافيکو د معلوماتو له مخې، پېښه د فلډر موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن