ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وکيلان: د سرپرستۍ دود دې ختم شي

وکيلان: د سرپرستۍ دود دې ختم شي

author avatar
23 Mar 2016 - 15:56
وکيلان: د سرپرستۍ دود دې ختم شي
author avatar
23 Mar 2016 - 15:56

کابل (پژواک، ٤ ورى ٩٥): د ولسي جرګې ځيني غړي د ټاکنو لپاره د ټاکنيزو سمون تر څنګ د امنيت ټينګښت هم اړين بولي او وايي چې د سرپرستۍ دود دې ختم شي؛ ځکه چې پر امنيت يې منفي اغېز کړى دی.

ولسي جرګې د تېر کال د غبرګولي په دويمه د سرپرستۍ د قانون تعديلي طرحه تصويب کړه چې د دغه قانون له مخې هېڅوک هم په دولتي ادارو کې له دوو مياشتو د زياتې مودې لپاره د سرپرست په توګه خپلې دندې ته دوام نه شي ورکولى.

د سرپرستۍ قانون چې په يوه فصل او دريو مادو کې تصويب شوې په کې راغلي چې حکومت اړ دى چې د لسو ورځو په ترڅ کې د هغو نوماند وزيرانو پر ځاى چې د جرګې له لوري ردېږي، نوي کسان ور وپېژني.

خو دا په داسې حال کې ده چې محمد معصوم ستانکزى تېر کال د چنګاښ په مياشت کې ولسي جرګې ته د ملي دفاع وزارت د کانديد وزير په توګه معرفي شو خو د باور رايه يې ترلاسه نه کړه او بيا تر اوسه د دغه وزارت د سرپرست په توګه کار کوي.

دغه راز مسعود اندرابي، د تېر کال د لېندۍ له شلمې راهيسې د ملي امنيت رياست او جنرال تاج محمد جاهد د تېر کال د کب له پنځمې راهيسې د کورنيو چارو وزارت د سرپرست په توګه کار کوي.

نن د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې د حکومت پر دغه کار سختې نيوکې وشوې.

د دې جرګې غړي عبيدالله بارکزي وويل ولسمشر نږدې دوه کاله کېږي چې د کابينې په پوره کولو کې پاتې راغلى او بايد نور د سرپرستۍ دود ته د پای ټکی کېږدي.

هغه وويل: "دا مهال د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې جګړې روانې دي او ډېر ولايتونه د جګړو له ګواښ سره مخ دي، تر څو چې مسوولو کسانو ته د امنيتي چارو مسووليت ونه سپارل شي، تر هغې په افغانستان کې د امنيت ټينګښت ناشونی دی."

ده وويل، د دې تر څنګ چې له دوو مياشتو زيات د سرپرسته په توګه کار کول ناقانونه دي، سرپرستان ځانونه مسوول نه ګڼې او نه هم ملي شورا له هغوى پوښتنه کولاى شي.

هغه وويل چې سرپرستان له دې امله چې موقت چارواکي دي، پر پلانونو کار نه کوي او د چارو د سمون لپاره منظم پروګرامونه هم نه لري.

د ولسي جرګې بل غړي ميرداد خان نجرابي، حيران دى چې ولې په داسې حال کې امنيتي چارې سرپرستانو ته سپارل شوې چې په هېواد کې سخته جګړه روانه ده او ځيني ولايتونه د دولت وسله والو مخالفينو لاس ته د لوېدو له ګواښ سره مخ دي.

د ولسي جرګې دغو غړو له حکومت څخه وغوښتل چې ډېر ژر د کورنيو چارو او ملي دفاع وزارتونو نوماند وزيران او د ملي امنيت رياست نوماند مشر ولسي جرګې ته د اعتماد رايې د اخيستو لپاره معرفي کړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.