ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل نن د (g7+plus)  وزيرانو د غونډې کوربه دی

کابل نن د (g7+plus) وزيرانو د غونډې کوربه دی

author avatar
23 Mar 2016 - 10:16
کابل نن د (g7+plus)  وزيرانو د غونډې کوربه دی
author avatar
23 Mar 2016 - 10:16

کابل (پژواک،٤ ورى ٩٤): نن په کابل کې د (g7+plus) يا جګړه ځپلو او له بحران سره مخ  هېوادونو د وزيرانو په غونډه کې پر اقتصادي، سياسي او امنيتي مسايلو بحث کېږي.

دا لومړى ځل دى چې د يادو هېوادونو د وزيرانو ډله په کابل کې سره راغونډېږي.

د هېواد د بهرنيو چارو وزارت وايي چې د (g7+plus) هېوادونو د وزيرانو ناسته د مرسته ورکوونکو او مرسته اخيستونکو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پياوړتيا او غوره تنظيم په موخه جوړېږي.

د ياد وزارت چارواکو پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا غونډه د دوو ورځو لپاره دوام لري چې په ترڅ کې به يې ترلاسه شوو پرمختګونو او له ناورين سره مخ او جګړه ځپلو ٢٠ هېوادونو تر منځ د تېر يوه کال او د دې ډلې د وزيرانو له درېيمې ناستې راهيسې پر شته ننګونو خبرې وشي.

د هغوى په خبره، دا ناسته به د افغانستان لپاره د تمويلوونکو هېوادونو د ملاتړ د جلب لپاره  له يادو هېوادونو سره د دې ډلې د منشور (نوي تعامل) په اډانه کې د بروکسل تر کنفرانس جوړېدو پورې غوره فرصتونه برابر کړي. ټاکل شوې چې د بروکسل کنفرانس د روان زېږديز کال په اکتوبر کې جوړ شي.

د ماليې وزارت وياند اجمل حميد عبدالرحيمزى وايي چې په دې ناسته کې به د (g7+plus) غړو هېوادونو سربېره د مرسته کوونکو هېوادونو سفيران، د بحرانونو د حل شبکو غړي او مدني ټولنو استازي ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د (g7+plus) هېوادونو په څلورمه ناسته کې چې د وري مياشتې په څلورمه او پنځمه نېټه په کابل کې جوړېږي، د غړو هېوادونو استازي به د ٢٠١٦ او ٢٠١٧ زېږديزو کلونو لپاره د يوې مشترکې ستراتيژۍ د جوړولو لپاره بحث وکړي.

د (g7+plus . . .

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.