ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان له وسله والو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی

تخار کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان له وسله والو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی

author avatar
24 Mar 2016 - 15:36
تخار کې د سیمه ییزو پولیسو یو قوماندان له وسله والو سره د همکارۍ په تړاو نیول شوی
author avatar
24 Mar 2016 - 15:36

تالقان (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د تخار د درقد ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان له وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور ونيول شو.

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند سمونیار عبدالخلیل اسیر د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په درقد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو يو قوماندان سمیع الله، له طالبانو سره د همکارۍ په تور نيول شوى دى.

اسیر وايي، نوموړي له تالقانو ښار څخه په درقد ولسوالۍ کې طالبانو ته د وسلو او مرميو د لېږدولو پر مهال د کوکچې په سيمه کې تېره ورځ نيول شوى دى.

هغه وايي: ((سمیع الله په درقد ولسوالۍ کې د سیمه ییزو پولیسو د یوې ۲۰ کسیزې ډلې قوماندان وو چې غوښتل یې د طالبانو له لوري نومول شوي والي مولوي نصرالله ته دوه کلاشینکوفونه، لس شاجوره او پنځه سوه مرمۍ ولېږدوي چې ونیول شو.))

د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند وايي چې په لومړنیو پوښتنو کې نوموړي منلې چې په دې وروستیو کې یې له طالبانو سره اړیکې ټینګې کړې او فعالیت یې پیل کړى و.

په همدې مهال بیا د درقد ولسوالۍ یو اوسېدونکی طاهر خان وايي: ((په ولسوالۍ کې یو شمېر کسان د سیمه ییزو پولیسو د ځورونې له امله طالبان شوي، دوی خلک ځوروي، وژنې کوي او سیمه ییز پولیس د امنیت په ځای نا امنۍ زېږوي.))

دا په داسې حال کې ده چې څو مياشتې وړاندې وسله والو د تخار درقد ولسوالۍ ونيوه چې بيا امنيتي ځواکونو وکولاى شول تر يوې مياشتې وروسته دغه ولسوالۍ بېرته تر خپلې ولکې لاندې راولي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.