هرات (پژواک ٥ ورى ٩٥): د هرات سيمه ييز چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې يې د اووه قلمه لرغونو اثارو له غلا چې شا وخوا زر کاله لرغونتوب لري؛ مخنيوى کړى دى.
د هرات والي محمد اصف رحيمي نن په يوه خبري ناسته کې وويل، چې د دغو تاريخي اثارو لرغونتوب له ٧٠٠-١٠٠٠ کلونو وړاندې د باختريانو، تيموريانو او غوريانو دورو ته رسيږي.
رحيمي زياته کړه، چې په دغو تاريخي اثارو کې د سرو زرو يو جام، د ژېړو زرو کوچنۍ کوزه، خټين منګى، د قنداني سرپوښ، د ژېړو زرو دېګ او يوه مسي کوزه او نور ٢٤ قلمه چې ډېر لرغونونتوب نه لري؛ شامل دي.
د هرات والي د خپلو خبرو په دوام کې وويل، قاچاق وړونکو غوښتل چې دغه لرغوني اثار له هېواد څخه بهر ولېږدوي، خو د ملي امنيت کارکوونکو يې مخه ونيوله او د هرات ملي موزيم ته وسپارل شول.
ورته مهال د هرات ملي امنيت رياست هم د يادو لرغونو اثارو کشف او ترلاسه کول منلي دي.
د دغه رياست له لوري رسنيو ته په لېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، هغه قاچاق وړونکي به چې د دغو اثارو په تړاو نيول شوي، د قانون منګولو ته وسپارل شي.
د ملي امنيت رياست په دغه خبرپاڼه کې نه ده څرګنده کړې، چې په دې تړاو څو کسان او له کوم ځاى څخه نيول شوي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن