د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر د ازرې پر ۸۰ سلنه کرنیزه ځمکه چرس کرل کېږي

د لوګر د ازرې پر ۸۰ سلنه کرنیزه ځمکه چرس کرل کېږي

Mar 24, 2016 - 11:50

پل علم (پژواک، ۵ وری ۹۵): د لوګر ولايت چارواکي وايي چې په ازرې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان هر کال د چرسو له حاصلاتو د عُشر په نوم ميليونونه پیسې ترلاسه کوي خو طالبان بيا دغه څرګندونې نه مني.

د لوګر د ولايتي شورا غړي عبدالولي وکيل د وري په ٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ازرې ولسوالۍ په ٨٠ سلنه کرنيزه ځمکه کې چرس کرل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د ازری کرنیزه ځمکه د چرسو ښه حاصلات ورکوي او خلک یې له دغه درکه هر کال سلګونه میليونه پاکستانۍ کلدارې ترلاسه کوي چې بيا لسمه برخه يې طالبانو ته ورکوي.

ده وويل: ((په ازره کې د طالبانو مشهور قوماندان ادم خان هر کال د چرسو له عشر څخه ميليونونه پيسې ترلاسه کوي او بيا په دې پيسو په پاکستان کې د عيش او عشرت ژوند تېروي.))

د وکيل په وينا، په ازره کې د چرسو د کر د مخنيوي په موخه بايد حکومت د کروندګرو لپاره اړين او منظم پروګرامونه ترسره کړي.

د ازرې ولسوال حمیدالله حمید پژواک ته وویل چې د دې ولسوالۍ ډېری اوسيدونکي د چرسو په کرنه بوخت دي.

ده وويل: ((خلک ځکه په خپلو ځمکو کې چرس کري چې چرس ورته ښه عوايد کوي، بل شى داسې عايد نه لري او خلک هر کال له چرسو څخه ميليونونه کلدارې ترلاسه کوي.))

ولسوال دا هم وويل: ((طالبان د چرسو له کروندګرو د عشر په نوم ميليونونه کلدارې ترلاسه کوي چې د دې پيسو يوه اندازه بيا له موږ سره په جګړه لګوي او نورو پيسو يې ارامه خپل ژوند تېروي.))

د حميد په وينا، د ازرې ډېرې سيمې نا امنه دي نو ځکه حکومت نه شي کولاى د چرسو د کر مخه ونيسي.

د ازرې د اکبرخېلو سيمې اوسېدونکي ګل الرحمن پژواک ته وويل: ((زموږ د ولسوالۍ خلک ډېر غريب دي نو ځکه دغه د چرسو حرام بوټي په خپلو پټو کې کري او بيا طالبانو ته عشر هم ورکوي.))

د هغه د معلوماتو له مخې، کروندګر هر کيلو چرس په شپږ زره کلدارې پلوري او بيا په دې پيسو باندې د خپل ژوند اقتصادي ستونزې هواروي.

ده وويل: ((موږ د خپلو ځمکو په يوه برخه کې چرس کرلي دي، کله چې د چرسو د حاصل وخت شي نو طالبان راځي او له کروندګرو څخه عشر ټولوي او کروندګر اړي دي چې لسمه برخه يې طالبانو ته ورکړي.))

د دې ولسوالۍ يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې.

خو وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې يواځې تبليغات بولي.

د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد پژواک خبري اژانس ته وويل طالبان په دې خبر دي چې د ازرې ولسوالۍ په ډېره ځمکه کې چرس کرل کېږي.

هغه وايي: ((د ازرې خلک غريب دي او چرس د مجبوريت له مخې کري، نه موږ خلک ته ويلي چې چرس وکري او نه يې هم د کرلو مخنيوى کوو او نه مو هم له چا څخه د حق يا عشر په نامه پيسې غوښتې دي.))

ازره د پل علم ختيځ لور ته په ۹۰ کیلومترۍ کې پرته ولسوالي ده چې له تېرو ۱۴ کلونو راهيسې يې له مرکز پل علم سره لويه لاره د امنیتي ستونزو له امله تړل شوې ده او اوسېدونکي يې د ننګرهار ولايت له لارې کابل او بيا لوګر ولايت ته سفر کوي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan