ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نورستان کې وسله والو د یوې پوستې پنځه پولیس نیولي

نورستان کې وسله والو د یوې پوستې پنځه پولیس نیولي

author avatar
24 Mar 2016 - 12:21
نورستان کې وسله والو د یوې پوستې پنځه پولیس نیولي
author avatar
24 Mar 2016 - 12:21

پارون (پژواک، ٥ ورى ٩٥): د نورستان چارواکي وايي چې په نورګرام ولسوالۍ کې طالبانو پر يوې پوستې بريد کړی او پنځه پوليس يې نیولي دي.

د نورستان والي حافظ عبدالقيوم د وري په پنځمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وړمه ورځ وسله والو طالبانو د نورګرام ولسوالۍ په لاټوا سيمه کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد کړى دى.

ده وويل چې طالبانو له يادې پوستې پنځه پوليس بیولي دي.

دغه پېښه وسله وال طالبان هم تاييدوي.

دې ډلې په خپله انټرنېټ پاڼه کې ليکلي چې وړمه ورځ طالبانو د نورګرام په ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستې بريد کړى، درې پوليس يې وژلي او پنځه نور يې له ځان بیولي دي.

سرچينه زياتوي چې طالبانو له يادې پوستې يو شمېر وسلې او مهمات هم ترلاسه کړي دي.

خو د نورستان والي وايي چې د يادو پوليسو د بېرته راخوشي کولو په موخه يې هلې ځلې پيل کړې دي.

دغه راز حافظ عبدالقيوم وويل چې له تېرو دريو ورځو راهيسې وسله والو طالبانو د دواب ولسوالۍ هم کلابنده کړې وه.

ده وويل چې تېره شپه امنيتي ځواکونو په دې ولسوالۍ کې هوايي بريدونه کړي چې له امله يې ١٥ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

خو ده ونه ويل چې په دې ١٥ کسانو کې څو يې وژل شوي او څو يې ټپيان دي.

د قيوم په وينا، د دواب ولسوالۍ کلابندي ماته شوې خو اوس هم خال خال ډزې اورېدل کېږي.

هڅه مو وکړه چې د يادو جګړو په اړه د سیمې د خلکو نظرونه هم ولرو خو د مخابراتي شبکو د نه فعالیت له امله ونه توانېدو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.