ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ولسمشر د جنرال دوستم او عطامحمد نور د پلويانو ترمنځ وروستي تاوتريخوالي نه زغموونکي وبلل

ولسمشر د جنرال دوستم او عطامحمد نور د پلويانو ترمنځ وروستي تاوتريخوالي نه زغموونکي وبلل

author avatar
24 Mar 2016 - 20:42
ولسمشر د جنرال دوستم او عطامحمد نور د پلويانو ترمنځ وروستي تاوتريخوالي نه زغموونکي وبلل
author avatar
24 Mar 2016 - 20:42

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٥): ولسمشر د جنرال دوستم او عطامحمد نور د پلويانو ترمنځ د وروستيو له تاوتريخوالي ډکو نښتو په غبرګون کې ويلي، لاريونونه د خلکو حق دى، خو هغه کسان چې تاوتريخوالى کوي، له هغوى سره به سخت چلند وشي.

د ولسمشرۍ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر د هېواد د اساسي قانون د حکمونو پر بنسټ په بشپړه توګه په سوله ییزو اجتماعاتو او لاریونونو ټینګار کوي، خو له تاوتریخوالي ته ورته ابزارو څخه ګټه اخیستل له اساسي قانون سره په شدید مغایرت کې بولي.

هغه ويلي، د غیر مسوولو وسله والو ډلو ترمنځ وروستۍ نښتې د هېواد له نافذه قوانینو څخه ښکاره سرغړونه ده او د افغانستان حکومت نه یواځې د دغو ټکرونو د پای ته رسېدو غوښتونکی دی، بلکې د هېواد امنیتي مسوولینو ته یې دنده ورکړې، چې له مغرضو افرادو سره، چې په تاوتریخوالي لاس پورې کوي، جدي چلند وکړي.

محمد اشرف غني یو باصلاحیته پلاوی موظف کړی دی، چې د وروستیو تاوتریخوالو لاملونه وڅېړي، عاملین یې وپېژني او تر قانوني تعقیب لاندې یې ونیسي.

دا غبرګون په داسې کې څرګندېږي، چې نن په يوه وسله واله نښته کې چې د فارياب په مرکز ميمنه کې د جنرال دوستم او عطامحمد نور د پلويانو په اعتراضي غونډه کې رامنځ ته شوه، يو تن ووژل شو او پنځه نور ټپيان شول.

له تېرو دوو ورځو راهيسې په ځينو ولايتونو کې له دې امله لاريونونه وشول، چې د نوي کال په لومړۍ ورځ ناپېژاندو کسانو په بلخ کې د ولسمشر د لومړي مرستيال او د جنبش ګوند د مشر عبدالرشيد دوستم دوه انځورونه څېرې او راښکته کړل.

د دوستم په ملاتړ ځينو لاريون کوونکو دعوه کوله، چې د تصويرونو په ښکته کولو کې د بلخ د سرپرست والي عطامحمد نور کسان لاس لري.

عطامحمد نور دغه څرګندونې رد کړې او پلويانو يې په ملاتړ لاريونونه هم وکړل.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.