کندهار (پژواک ،٦ ورى ٩٥) : د کندهار د ٢٠٥اتل قول اردو ملکي مرستيال تېره شپه په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو .
د اتل قول اردو وياند ډګروال محسن سلطاني د وري په ٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ٢٠٥اتل قول اردو ملکي مرستيال خان اغا تېره شپه شاوخوا لس بجې وسله والو د کندهار د ډنډ ولسوالۍ د سالوخان کاريز په سيمه کې له يوه ساتوونکي سره وواژه .
ده وويل چې په دې غلچکي بريد کې د خان اغا يو زوى ټپي شوى هم دى .
د نوموړي په خبره چې امنيتي ځواکونو دغه دوه بريدونکي هم وژلي دي .
سلطاني وويل چې د اتل قول اردو مرستيال دکور پر لور روان و چې تر ياد بريد لاندې راغى .
وسله والو طالبانو ددغه بريد مسووليت منلى دى .
ددوى په ويب پاڼه کې ويل شوي چې تېره شپه ماخوستن نهه بجې دوه ځانمرګي بريدکوونکي د سالوخان کاريز په سيمه کې د خان اغا مېلمستون ته ورننوتلي او بريد يې پرې کړى ، چې په دې بريد کې يې د خان اغا ترڅنګ ګڼ شمېر کسان وژلي دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن