کابل (پژواک، ۶ ورى ۹۵): په خوست ولايت کې پنځه تنه د انسان تښتونې په تور ونيول شول او يو ماشوم د هغوى له بنده را خوشې شو .
د ملي امنيت رياست له مطبوعاتي دفتر څخه د وري په ٦مه پژواک اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پېښه د خوست د مرکز اړوند د لکڼو په سيمه کې رامنځته شوې ده
په خبرپاڼه کې ويل شوي چې دغو پنځو تنو له خوست ښار څخه يو ماشوم تښتولى و او د هغه د خوشې کولو په بدل کې د ماشوم له کورنۍ څخه ٢٠٠زره ډالر غوښتل .
خبرپاڼه زياتوي چې د ملي امنيت د عملياتو په ترڅ کې ياد ماشوم راخوشې، پنځه تنه تښتوونکي يې نيول شوى او ماشوم يې خپلې کورنۍ ته سپارلى دى.
په خبرپانه کې ويل شوي چې د سيمې خلکو ددې عملياتو په ترسره کېدو خوښي ښودلې او د ملاتړ څرګندونه يې کړې ده .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن