غزني ښار (پژواک ۷ وری ۹۵) د غزني چارواکي وايي، چې وسله والو طالبانو د غزني ښار د ښاري محکمې رييس د ميدان وردګو ولايت د سالارو په سيمه کې لومړی له موټره کښته کړی او بيا يې وژلی دى.
د غزني امنيه قوماندانۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د ښاري محکمې مشر محمد انور رحماني نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې وسله والو طالبانو له موټر څخه کښته کړی او جسد يې نن له غرمې وروسته په ياده سيمه کې پيدا شوی دى.
په خبرپاڼه کې زياته شوې، محمد انور له کابل څخه غزني ښار ته روان و، چې طالبانو په لاره کې کښته کړی دى. داسې ويل کېږي چې له نوموړي سره د غزني د محکمي يو بل قاضي هم سپور و، چې هغه د وسله والو طالبانو له منګولو څخه خلاص شوى دى.
د غزني د والي وياند جاوېد سالنګى هم ياده پېښه مني وايي، په دې پېښه کې يواځې محمد انور رحماني وژل شوی دى.
وسله والو طالبانو د محمد انور رحماني د وژلو مسووليت منلى دى.
د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد وايي، نوموړى او له هغه سره يو بل تن څارنوال عبدالرشيد د دوى له خوا ونيول شول، چې وروسته حکومت د هغوى د خلاصون لپاره هڅه کوله او نښته رامنځ ته شوه، چې په ترڅ کې يې هغوى دواړه ووژل شول.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن