ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د چهاردرې طالبانو د بلخ پر خلم ولسوالۍ برید کړی

د چهاردرې طالبانو د بلخ پر خلم ولسوالۍ برید کړی

author avatar
26 Mar 2016 - 14:08
د چهاردرې طالبانو د بلخ پر خلم ولسوالۍ برید کړی
author avatar
26 Mar 2016 - 14:08

مزارشريف (پژواک، ۷ وری ۹٥): د بلخ چارواکي وايي چې د دغه ولايت پر خُلم ولسوالۍ د  وسله والو طالبانو د بريد په ځواب کې عمليات روان دي.

عام خلک وايي چې په دغه بريد کې وسله والو طالبانو او امنيتي پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې؛ دولتي چارواکي د وسله والو طالبانو بريد تاييدوي؛ خو دواړو خواوو ته پر اوښتې مرګ ژوبله ناخبري ښيي.

دوی وايي چې په ځينو سيمو کې برید پر شا تمبول شوی او په ځينو سيمو کې يې پر وړاندې جګړه روانه ده.

د بلخ د سرپرست والي وياند منير فرهاد د وري په ۷مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې بېګا شپه د خُلم ولسوالۍ پر ځينو امنيتي پوستو بريد شوی دی.

نوموړي زياته کړه چې بريد د کندوز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ مېشتو طالبانو د خلم ولسوالۍ په شباغلي سيمه کې پر امنيتي پوستو کړی دى.

د هغه په وينا، دمګړۍ د سيمې د امنيتي پوليسو تر څنګ د ولايت له مرکزه ورغلي ملي پوليس د وسله والو طالبانو پر وړاندې په سختو عملياتو بوخت دي.

د سيمې یوه اوسېدونکي عسکر خان پژواک ته وويل چې د شپې ناوخته وسله والو طالبانو د پوليسو پر پوستو حمله وکړه.

نوموړي زياته کړه چې د دوی د معلوماتو له مخې، د شپې مهال په جګړه کې دوه پوليس او څلور طالبان وژل شوي دي.

خو منير فرهاد د يادې مرګ ژوبلې په اړه ناخبري ښيي او وايي چې د خلم ولسوالۍ په شباغلي سيمه کې دښمن پر شا تمبول شوی او په ايرګنک سيمه کې يې پر وړاندې جګړه روانه ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.