ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هرات کې انسان تښتونکي ونيول شول

په هرات کې انسان تښتونکي ونيول شول

author avatar
26 Mar 2016 - 13:31
په هرات کې انسان تښتونکي ونيول شول
author avatar
26 Mar 2016 - 13:31

هرات ښار (پژواک، ٧ ورى ٩٥): د هرات ولايت امنيتي موظفينو لس کسان د تښتونو په تور نيولي دي.

ياد کسان د هرات ملي امنيت او پوليس ځواکونو له لوري په دوو ځانګړو پېښو کې په هرات ښار او شينډنډ ولسوالۍ کې نيول شوي دي.

د هرات د والي وياند جيلاني فرهاد د ملي امنيت په استازولۍ پژواک ته وويل چې د دغه ولايت د ملي امنيت موظفينو د تښتوونکو اووه کسيزه ډله نيولې او له هېواده يې د ٣٠ ټنه رخام ډبرو له قاچاق څخه مخنيوى کړى دى.

د هرات د والي وياند زياته کړه چې ددې اووه کسيزې ډلې کسان د هرات د کرخ ولسوالي اوسېدونکي دي چې د ملي امنيت په ځانګړو عملياتو کې نيول شوي دي.

فرهاد زياته کړه چې ياده ډله د هراتي وګړو د تښتونې په ٩ قضيو کې لاس لري چې بالاخره د ښار له نهمې ناحيې او انجيل ولسوالۍ نه ونيول شوه.

د فرهاد په خبره، له دوى نه يوه اندازه وسلې، چاودېدونکي توکي، ١٧ مبايلونه او درې موټرسايکلونه هم ترلاسه شوي دي.

د والي وياند وويل، هغه پنځه موټر د هرات د انجيل ولسوالۍ په شيدايي سيمه کې د ملي امنيت رياست د کارکوونکو په عملياتو کې نيول شوي چې په غير قانوني ډول يې د چشت شريف ولسوالۍ له کانونو د رخام ډبرې استخراج کړې وې او غوښتل يې چې له هېواده بهر يې قاچاق کړي.

هغه زياته کړه چې په رخام ډبرو بار موټر يې د قانوني پړاوونو د وهلو لپاره د کانونو او صنايعو رياست ته تسليم کړي دي.

په هرات کې د درېيو انسان تښتوونکو د نيولو او يوه تښتول شوي تن د خوشي کېدو خبر هم ورکړل شو.

د هرات د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالرووف احمدي وويل چې له دې درېيو تښتوونکو نه يوه څو ورځې وړاندې د هرات يو اوسېدونکى له هرات– کندهار لويې لارې تښتولى و کوم چې پرون د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه کې را خوشي شو.

يادې سرچينې درې واړه نيول شوي د اغاګل، پهلوان او غلام په نومونو ياد کړل چې د زابل اصلي اوسېدونکي دي او اوسمهال د هرات د شينډنډ ولسوالۍ په عزيز اباد سيمه کې اوسېږي چې په خپلو جرمونو يې اعتراف کړى دى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.