ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ملي اردو يو لوړپوړى چارواکى ووژل شو

د ملي اردو يو لوړپوړى چارواکى ووژل شو

author avatar
27 Mar 2016 - 20:18
د ملي اردو يو لوړپوړى چارواکى ووژل شو
author avatar
27 Mar 2016 - 20:18

پل علم (پژواک ٨ ورى ٩٥): د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د ملي اردو يو لوړپوړى چارواکى د ماين په چاودنه کې ووژل شو.

د دې ولايت د والي وياند سليم صالح، پژواک خبري اژانس ته وويل چې افغان امنيتي ځواکونو د محمد اغې ولسوالۍ په زرغون ښار سيمه کې نن سهار عمليات پيل کړي چې لا هم روان دي، چې د همدې عملياتو مشري د ٢٠٣ تندر قول اردو د څلورمې پلې لوا قومندانۍ د ګارنيزيون قومندان ډګروال محمداجان کوله.

ده زياته کړه، کله چې نوموړى نن ماښام مهال په زرغون ښار کې خپل پلرني کور ته ننوت، چې د کور په دروازه کې په ماهرانه ډول ورته ماين ځاى پرځاى شوى و، چې د چاودنې له امله يې هغه ووژل شو، خو نور چاته د سر زيان نه دى رسېدلى.

د هغه په وينا، محمداجان يو تکړه قومندان و، چې د هېواد د ساتنې او د امنيت په ټينګښت کې يې ډېرې هلې ځلې کولې.

د زرغون ښار سيمې يوه اوسېدونکي نيازالله، پژواک ته وويل چې نن سهار ګڼ شمېر افغان ځواکونه يې سيمې ته ورغلي او د حکومت او طالبانو ترمنځ خال خال جګړه هم وه، چې له امله يې خلک په کورونو کې کې وو او له وېرې دباندې نه شوى وتلى.

خو هغه وايي، ماښام مهال د ملي اردو د يوه لوړپوړي قومندان له وژل کېدو او د هغه د دوو ساتونکو له ټپي کېدو خبر شول.

وسله والو طالبانو لاتراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

محمداغه د کابل سوېل لور ته په ٣٥ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده، چې زرغون ښار يې له ناامنو سيمو څخه ګڼل کېږي او طالبان په کې پراخ شتون لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.