ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کډوالو وزير: د افغان پناه غوښتونکو له جبري را ايستلو مخنيوى شوى

د کډوالو وزير: د افغان پناه غوښتونکو له جبري را ايستلو مخنيوى شوى

author avatar
27 Mar 2016 - 19:32
د کډوالو وزير: د افغان پناه غوښتونکو له جبري را ايستلو مخنيوى شوى
author avatar
27 Mar 2016 - 19:32

کابل (پژواک،٨ ورى ٩٥): د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د افغان پناه اخيستونکو پر دواطلبانه راستنېدو ټينګار کړى او وايي، د تېر زېږديز کال تر پايه ٢٥٠زره افغانانو اروپايي هېوادونو کې د پناه غوښتنه کړې وه او ښايي د پناه غوښتونکو له ډلې څخه ٤٠ سلنه يې ونه منل شي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير سيد حسين عالمي بلخي، چې نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته اروپا کې د افغان کډوالو د پناه غوښتنې او له يادو هېوادونو څخه د جبري شړلو په تړاو د معلوماتو ورکولو لپاره وربلل شوى و، ويې ويل چې يو شمېر اروپايي هېوادونو تصميم درلود چې له قيد او شرط پرته شاوخوا ٤٠ سلنه افغان پناه غوښتوونکي " کابو سل زره تنه" په زوره وباسي.

نوموړي وويل: "زموږ پرله پسې خبرې اترې او غونډې د دې لامل شوې، چې اروپايي ټولنه قانع شي چې خبرو اترو کې برخه واخلي او افغان پناه غوښتونکي په زوره خارج نه کړي... دا مهال د جبري راايستلو مخه نيول شوې ده."

بلخي زياته کړه، افغان دولت د افغان پناه غوښتونکو په داوطلبانه راستنېدو ټينګار کوي؛ خو له پناه غوښتونکو سره د توپيريز چلند په وړاندې به چوپ پاتې نه شي.

د کډوالو وزير د معلوماتو له مخې، د تېر زېږديز کال تر پايه څه باندې ٢٥٠زرو افغانانو اروپايي هېوادونو کې د پناه اخيستلو غوښتنه کړې وه، چې د اروپايي ټولنې د چارواکو د وړاندوينې له مخې، د ٤٠ سلنې غوښتنه به و نه منل شي.

د کډوالو چارو وزير وويل، افغان دولت هوډ لري چې د روان زېږديز کال اکتوبر مياشت کې د بروکسل له غونډې وړاندې له اروپايي ټولنې سره د افغان پناه غوښتونکو په تړاو يوې واحدې پايلې ته ورسېږي.

هغه وويل: "موږ  به له يوې ځانګړې او بشپړې اجنډا سره د بروکسل غونډه کې برخه واخلو."

همداراز نوموړي يادونه وکړه چې پاکستان کې د شاوخوا يو عشاريه شپږو ميليونو او ايران کې د شاوخوا يو عشاريه څلورو ميليونو افغان کډوالو د اقامت موده غځول شوې ده.

نوموړي کډوالي يوه ملي او سيمه ييزه پديده وګڼله او ويې ويل، افغانستان کې  وروستي تحولات، د ناامنيو او وزګارتيا زياتوالى هغه لاملونه دي چې د کډوالۍ ګراف يې لوړ کړى دى.

د هغه په وينا، دا په داسې حال کې ده  چې کډوالي يواځې افغانانو پورې تړلې ستونزه نه ده، بلکې په نړيوال کړکېچ بدله شوې ده.

دى وايي،  له ٢٠٠١ کال راهيسې تر اوسه شاوخوا شپږ ميليونه افغانان په خپله زړه هېواد ته راستانه شوي دي او څه باندې اووه ميليونه او دوه سوه زره تر اوسه هم، د سيمې يو شمېر هېوادونو، اروپا او امريکا کې ژوند کوي.

نوموړ ي زياته کړه، کابو درې ميليونه افغان کډوال پاکستان، څه باندې دوه ميليونه او ٤٠٠زره ايران او ٦٥٨زره افغانان د نړۍ په نورو هېوادونو کې ژوند کوي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.