کابل(پژواک، ٨ ورى ٩٥): ارګ وايي د قانون پر بنسټ حکومت نه شي کولى چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړي ګوښه کړي، خو په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو لپاره دې ته اړتيا ده چې د کمېسيون غړي په داوطلبانه ډول استعفا ورکړي.
ارګ د ټاکنو خپلواک کمېسيون د مشر احمد يوسف نورستاني له استعفا هرکلى کړى او وايي چې د نوموړي استعفا به ټاکنيزو اصلاحاتو ته زمينه مساعده کړي.
نورستاني چې د ١٣٩٢ لمريز کال د زمري په ٢٢مه د ټاکنو خپلواک کمېسيون په خپل منځي ټاکنو کې د کمېسيون د مشر په توګه ټاکل شوى و، تېره ورځ يې استعفا ورکړه.
خو د ولسمشر مرستيال وياند ظفر هاشمي وايي چې د قانون پر بنسټ، حکومت نه شي کولى چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون غړي ګوښه کړي او په ټاکنيز نظام کې د اصلاحاتو په رامنځته کولو کې د کمېسيون د غړو داوطلبانه ګوښه کېدو ته اړتيا ده.
هغه زياته کړه:((اوس چې داسې يو کار شوى، نو ددې زمينه مساعده شوې چې د غوراوي کمېټه وکولى شي خپل کار پيل کړي.))
د ټاکنيزو کمېسيونونو د واکونو، دندو او تشکيلاتو قانون له مخې، ولسمشر شاوخوا دوه نيم کاله وړاندې د غوراوي کمېټې لخوا د ٢٧ معرفي شوو نوماندانو له ډلې، ٩ تنه د شپږو کلونو لپاره د کمېسيون د غړو په توګه وټاکل.
خو په ٢٠١٤ کال کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو له جنجالي کېدو او د سياسي هوکړه ليک پر بنسټ د ملي يووالي حکومت له جوړېدو وروسته زيات ټينګار پر دې و چې بايد د ټاکنيزو کمېسيونونو غړي د خپل کمزوري مديريت په سبب ګوښه شي او د راتلونکي ټاکنو مديريت د نوو کميشنرانو پر غاړه شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن