فيض اباد (پژواک ٩ ورى ٩٥): بدخشان کې د يوه نوي ښوونځي ودانۍ په جوړولو سره د هغو شاوخوا زرو زده کوونکو لپاره د زده کړې مناسبه زمينه برابرېږي، چې له دې وړاندې به يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کولې.
د بدخشان د شهدا ولسوالۍ په يباب کلي کې د شمس الحق لېسې ودانۍ د بنسټ ډبره، نن د ٢١ ميليون او ٩٥٣ زره افغانيو په لګښت کېښودل شوه.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د دغه ښوونځي ودانۍ لس درسي خونې، اداري شعبې او اړوند وسايل لري، چې لګښت يې د هندوستان هېواد له لوري ورکول کېږي.
هغه زياته کړه، دغه ښوونځي په اساسي ډول رغول کېږي، چې په جوړېدو سره به يې شاوخوا زرو زده کوونکو ته د زده کړو لپاره مناسب ځاى پيدا شي.
د بدخشان د پوهنې رياست د ښوونيزې څارنې غړي عبدالاحمد وويل چې اوسمهال دغه لېسه ٨٣٣ زده کوونکي لري، چې په دوو وختونو کې په کې د ٢٧ ښوونکو له لوري تدريس کېږي.
هغه زياته کړه، چې د دغه ښوونځي زده کوونکي اوسمهال تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي او د دغې ودانۍ په جوړېدو سره به د زده کوونکو ټولې ستونزې حل شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن