کابل(پژواک، ٩ورى ٩٥): د کانونو او پټروليم وزير داوودشاه صبا خپل استعفا ليک په رسمي ډول جمهوري رياست ته استولى دى.
د کانونو او پټروليم وزارت وياند محى الدين نوري دا خبره په خپله فېسبوک پاڼه کې څرګنده کړې ده.
نوموړي په دې اړه جزييات نه دي ورکړي، خو تر دې وړاندې ځينو حکومتي سرچينو ويلي و چې صبا په دې وزارت کې د قراردادونو د لاسليک پر څرنګوالي او د خپلو واکونو پر محدوديت نيوکې درلودې.
داوود شاه صبا ٥٢ کاله عمر لري او د هرات ولايت د ګذرې ولسوالۍ اوسېدونکى دى. نوموړي له هندوستان نه د ځمکې پېژندنې په برخه کې دوکتورا اخيستې او تېر کال د ولسي جرګې د باور رايې اخيستلو نه وروسته د کانونو او پټروليم د وزير په توګه وټاکل شو.
صبا تر دې وړاندې څو ځله د ځينو سترو کانونو لکه مس عينک او حاجىګګ د قراردادونو د څرنګوالي او د هېواد د بېلابېلو ولايتونو د کانونو په غير قانوني استخراج کې د زور واکو پر ښکېلتيا اعتراض کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن