ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله او کرزي پاکستان کې پر ملکي  وګړو شوى ځانمرګى بريد وغانده

عبدالله او کرزي پاکستان کې پر ملکي وګړو شوى ځانمرګى بريد وغانده

author avatar
28 Mar 2016 - 17:01
عبدالله او کرزي پاکستان کې پر ملکي  وګړو شوى ځانمرګى بريد وغانده
author avatar
28 Mar 2016 - 17:01

کابل (پژواک، ٩ ورى ٩٥): د ملي يووالي حکومت اجرايي مشر د پاکستان په لاهور ښار کې د ملکي وګړو پر يوه لاريون د ځانمرګي بريد د غندلو ترڅنګ ويلي چې ترهګري نړيوال ګواښ دى او پر وړاندې يې بايد په ګډه سره ګام پورته شي.

 عبدالله عبدالله دغه موضوع نن د وزيرانو شورا په ناسته کې چې سپيدار ماڼۍ کې تر سره شوه، ياده کړه.

 نوموړي د پاکستان په لاهور ښار کې پروني ځانمرګي بريد ته په اشارې سره وويل: "د نړۍ هيڅ برخه هم د ترهګرۍ له خطره  خوندي نه ده او له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې بايد ګډې هلې ځلې وشي."

 په دغه بريد کې چې په يوه پارک کې تر سره شوى، د ښځو او ماشومانو په ګډون شا وخوا ٧٠ کسان وژل شوي او شا وخوا ٣٠٠ نور ټپيان شوي دي. پاکستاني طالبانو د دغه بريد د منلو سربېره ويلي چې د دغه بريد موخه د هغو عيسويانو وژنه وه، چې په دغه پارک کې يې د دوى د "سپېڅلي اختر" مراسمو تر سره کولو په موخه سره راټول شوي و.

 عبدالله د ياد بريد د غندلو او د پاکستان له وګړو سره د خپلې همدردۍ په ښودلو سره زياته کړې: "په نړۍ کې د ترهګرۍ خطر له اړخه يوه نوې صحنه رامنځته شوې چې افغانستان يې په لومړي قطار کې دى او دا څرګندوي چې له يادې پديدې سره د مبارزې په برخه کې، له افغانانو سره همکاري او له دوى رښتينى ملاتړ وشي."

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې اوسمهال نه يواځې افغانستان، بلکې د نړۍ نور هېوادونه هم د ترهګرۍ له خطره خوندي نه دي، وويل چې ترهګري د دې ترڅنګ چې هيڅ کوم هېواد ته وفا نه ښيي، په هيچا هم رحم نه کوي او موخه يې د خلکو تر منځ د ډار او وېرې رامنځته کول دي.

 د حکومت ياد چارواکي په دې وروستيو کې د بلجيم پلازمېنې بروکسل ښار کې له ځانمرګي بريد او چاودنې څخه د يادونې ترڅنګ، چې شا وخوا ٣٠ کسان په کې وژل شوي او ډېر شمېر نور ټپيان دي، وويل چې د يادې پېښې يو نيول شوى تورن کس د احمد شاه مسعود په وژنه کې هم رول درلود.

 احمدشاه مسعود، د ١٣٨٠ لمريز کال د وږي مياشت په ١٨ مه ، د دوه عربو له لوري د تخار ولايت په خواجه بهاءالدين په سيمه کې ووژل شو. هغه مهال د القاعدې شبکه د هغه د وژلو په اړه پړه وپېژندل شوه، خو تر اوسه پورې په دې اړه کوم ډېر پرمختګ نه دى شوى.

 دغه راز د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د پاکستان په لاهور ښار کې دغه بريد غندلى دى.

 د پخواني ولسمشر د مطبوعاتي دفتر له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې حامد کرزي د لاهور په ښار کې ياد بريد چې په پايله کې يې د ماشومانو او ښځو په ګډون ډېر ملکي  وګړي وژل شوي، په سختو ټکو غندلى او دا ډول پېښې د اسلام سپېڅلي دين له اصولو او ټولو بشري موازينو سره په ټکر کې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.