ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عبدالله: د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په ټولو لوبو کې له ځانه اتلولي وښوده

عبدالله: د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په ټولو لوبو کې له ځانه اتلولي وښوده

author avatar
28 Mar 2016 - 15:56
عبدالله: د هېواد د کرکټ ملي لوبډلې په ټولو لوبو کې له ځانه اتلولي وښوده
author avatar
28 Mar 2016 - 15:56

کابل (پژواک،٩ ورى ٩٥): د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله، د افغانستان د کرکټ ملي ټيم وروستۍ برياوې د هېواد لپاره يوه لويه لاسته راوړنه وبلله او وايي چې د کرکټ ملي ټيم د دغو برياوو له امله د نړيوالو رسنيو په سر کې ځان ته يو مقام موندلى دى.

افغانستان، نړيوالو شل اووريزو لوبو ته د لار موندنې پړاو کې چې د روان کال د مارچ مياشتې په ٨ مه پيل شو، په (ب) ګروپ کې له درېيو ټيمونو سره لوبه درلوده، چې د هېواد ملي لوبډلې په غوره لوبو کولو سره خپلو درېيو سيالانو لکه سکاټلنډ،هانګ کانګ او زيمبابوې ته ماتې ورکړه او د لوبو دويم پړاو ته يې لاره ومونده.

په دويم پړاو کې افغانستان دکرکټ نړيوال فدراسيون له غړو سره چې د ياد فدراسيون دايمي غړيتوب لري، خپلې سيالۍ پيل کړې، په دغو سياليو کې افغانستان په (الف) ګروپ کې له سريلانکا، سوېلي افريقا، انګلستان او وېسټ انډيز سره لوبې درلودې.

 افغانستان له يادو لوبډلو سره په هند کې په شل اووريزو لومړيو درېيو سياليو کې له ماتې سره مخ شو، چې په پايله کې يې د ويسټ انډيز په شان پياوړې او د کرکټ فدارسيون دايمي غړي لرونکي ټيم ته ماتې ورکړه.

 د حکومت اجراييه مشر ډاکټر عبدالله چې نن د وزيرانو شورا په ناسته کې خبرې کولې، د ويسټ انډيز پر وړاندې د هندوستان هېواد د کرکټ په شل اووريزو سياليو کې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې بريا د هيواد لپاره يوه ستره لاسته راوړنه وبلله او د يادې بريا په اړه يې خلکو ته مبارکي وړاندې کړه.

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې، د پرله پسې برياوو په ترلاسه کولو سره د نړۍ رسنيو په سرليکونو کې ځاى موندلى، وويل چې د کرکټ ملي لوبډلې په خپلو ټولو لوبو کې له ځانه خپله پياوړتيا ښودلې ده.

   عبدالله چې د انګلستان هېواد پر وړاندې د هېواد ملي لوبډلې سيالي له نږدې ليدلې، وويل "په تېره سيالۍ کې چې له انګلستان سره مو درلوده، بريا ته نږدې شوي وو او زموږ لوبغاړو ډېره ښه لوبه وکړه."

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.