کابل (پژواک ٩ ورى ٩٥): ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د پاکوالي پروګرام، نن له بي بي مهرو سیمې څخه رسماً پیل کړ.
له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په راليږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دغه پروګرام د پیلولو پرمهال د فواید عامې وزیر او د کابل ښاروالۍ سرپرست د ولسمشر ملتیا کوله.
سرچينه کاږي، ولسمشر د خپلو خبرو پرمهال وویل، په کابل ښار کې د کثافاتو زیاتوالی زموږ د هېوادوالو له عمده شکایتونو څخه یو دی او دغه د پاکوالي پروګرام د ګذر وکیلانو او د کابل ښار مشرانو سره له سلا او همغږي وروسته پلی کېږي.
ده زیاته کړه، نن د کابل ښار د ناحیو او بګرامیو ولسوالۍ د کثافاتو د ستونزې د حل په موخه لومړی ګام اخیستل کېږي.
د هغه په وينا، تراوسه پورې له ۹۰ زره څخه تر ۱۰۰زره متر مکعب کثافات راټول شوي او د قوه کار لومړی اقدام دا دی، چې دغه کثافات ډېر ژر له کابل ښار او بګرامیو ولسوالۍ څخه ګزک سیمې ته ولېږدوي.
غني څرګنده کړه، په دویم ګام کې د کثافاتو د تصفیې د تخنیکي ارزونې په خاطر د څلورو معتبرو نړیوالو شرکتونو له جملې څخه تر ټولو غوره انتخابېږي، ترڅو کثافات په اساسي توګه تصفیه شي او د امکاناتو په صورت کې به له کثافاتو څخه انرژي هم تولید شي.
نوموړى وايي، په درېيم ګام کې ترتیبات نیول شوي دي چې "د سولې لپاره کار" پروګرام کې د کابل د دوامداره پاکوالي په خاطر به یوه ځانګړې قوه انسجام او په وروستي پړاو کې اعلان شي.
دى زياتوي، څلورم ګام د خصوصي سکتور ونډه ده او د دوی طرحې په ناحیه واره توګه د تطبیق په موخه تر څېړنې لاندې دي.
هغه وويل، په پنځم ګام کې د کابل ښار د پاکوالي په خاطر په ښاري پیوستون پروګرام کې زموږ د ښاریانو ونډه مهمه ده، ترڅو د کابل هر ګذر د یوه منسجم پروګرام لرونکی وي او ټول خلک خپله ونډه ادا کړي.
ولسمشر وايي ، هر یو باید کوڅه، ګذر، ناحیه او ښار خپل وبولو او په پاکي او نظافت کې یې ونډه واخلو.
ده زياته کړه: (( کابل ښاریانو ته زما پیغام دا دی چې د ګذر وکیلانو او د کابل ښار مشرانو سره له مشورو وروسته به په څو پړاوونو کې د کابل ښار اساسي ستونزې حل شي او سږکال به کابل ښاریان او د ګاونډیو ولایتونو خلک د یوه عمده تحرک شاهدان وي.))
اشرف غني له رسنیو او خلکو څخه وغوښتل چې یاد پروګرام وڅاري او د بې غوري او نورو ستونزو د لیدلو پرمهال دې، دی په جریان کې کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن