چاريکار(پژواک،٩ ورى ٩٥): د پروان ولايت د جبل سراج ولسوالۍ په مناره سيمه کې يوه اتلس کلن ځوان د ښکاري ټوپک په وسيله ځان وژنه کړې ده.
د پروان امنيه قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال عبدالصمد زلمي پژوک خبري اژانس ته وويل چې دغه ځوان اميرمحمد نومېږي، خو تر اوسه يې د ځان وژنې لامل نه دى څرګند شوى.
هغه زياته کړه چې د قضيې د څېړنې په موخه د امير محمد پلار نيول شوى او ددې ځوان مړى د پروان ملکي روغتون ته لېږدول شوى دى.
د سرچينې په خبره، دا پېښه تېره شپه رامنځته شوې ده.
د پروان ملکي روغتون سرطبيب ډاګټر عبدالقاسم سنګين وويل چې دا ځوان د ښکاري ټوپک په مرمۍ په ګېډه او سينه کې ټپي شوى دى.
تر دې وړاندې هم په پروان او نورو ولايتونو کې د ځوانانو د ځان وژنې پېښې ثبت شوې دي.
دوې ورځې وړاندې د هرات ولايت په ګذره او کهسان ولسواليو کې هم يوه هلک او يوې نجلۍ ځانونه زندۍ کړي وو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن