ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندوز کې د وسله والو مخالفينو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي

په کندوز کې د وسله والو مخالفينو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي

author avatar
28 Mar 2016 - 11:27
په کندوز کې د وسله والو مخالفينو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي
author avatar
28 Mar 2016 - 11:27

 کندوز(پژواک، ٩ ورى ٩٥): د کندوز امنيتي چارواکي وايي چې په دې ولايت کې د امنيتي ځواکونو په ځانګړو عملياتو کې د بهرنيانو په ګډون ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي او دوه مهم مرکزونه يې له منځه تللي دي.

ياد شوي عمليات تېره شپه شاوخوا ١١:٠٠ بجې د دشت ارچي ولسوالۍ په ځينو سيمو کې د ملي اردو د کومانډو او پوليسو د ځانګړو قطعاتو لخوا د ناټو په هوايي ملاتړ ترسره شوي دي.

 په کندوز کې د ٢٠ پامير فرقې قوماندان بريدجنرال محى الدين غوري پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دې عملياتو کې  په دشت ارچي  کې د وسله والو مخالفينو دوه مهم مرکزونه له منځه وړل شوي او مرګ ژوبله يې هم ور اړولې ده.

هغه زياته کړه چې دشت ارچي او شاوخوا سيمې يې د وسله والو مخالفينو له شتون پاکې شوې او امنيتي ځواکونه په سيمه کې د امنيتي پوستو پر جوړولو بوخت دي.

د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال قسيم جنګل باغ هم وويل چې په دې ځانګړو عملياتو کې ١٣ وسله وال مخالفين وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي چې د وژل شوو مړي يې په ساحه کې پاتې دي.

 د هغه په خبره ‎، زيات احتمال لري چې په وژل شوو کې د جندالله ډلې افراد هم شامل وي.

په کندوز کې د ٢٠ پامير فرقې قوماندان هم وويل چې په (شفق) عملياتو کې چې له څلورو ورځو راهيسې په کندوز کې پيل شوي، کندوزښار، دشت ارچي او نورې ساحې د وسله والو مخالفينو له شتون څخه پاکې شوې دي.

د هغه په خبره، دا عمليات په دقت سره  روان دي او تر اوسه څه باندې ٧٠ وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، له وسله والو مخالفينو دوه هاموي ټانکونه، يو رينجر او يو زرنج موټر سايکل هم نيول شوي دي.

خو طالب وياند ذبيح الله مجاهد ددې ادعا په ردولو سره وايي چې امنيتي ځواکونه له دوى سره د مخامخ کېدو توان نه لري او اوسمهال نښته د کندوز-شيرخان بندر عمومي لارې په اوږدو کې دوام لري.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.