ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغان ځواکونو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

د افغان ځواکونو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې

author avatar
29 Mar 2016 - 14:56
د افغان ځواکونو یوې چورلکې بېړنۍ ناسته کړې
author avatar
29 Mar 2016 - 14:56

اسعداباد (پژواک، ١٠ورى٩٥): د امنيتي ځواکونو يوې څرخي الوتکې په ناړې ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې خو طالبان وايي چې دغه الوتکه دوى ويشتلې ده.

د کونړ والي وحيدالله کليمزي د وري په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون د ملي اردو ځواکونو څرخي الوتکې د تخنيکي ستونزو له امله په ناړۍ ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده.

هغه وايي: ((دې الوتکې امنيتي پوستو ته اکمالات کول چې له تخنيکي ستونزو سره مخ شوه او په قرارګاه کې يې عاجله ناسته کړې ده.))

والي وايي چې د يادې الوتکې د ناستې له امله الوتکې او په کې ناستو کسانو ته کومه ستونزه نه ده پېښه شوې.

خو د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې طالبانو پرون د ناړۍ ولسوالۍ په انچه ګل سيمه کې د امنيتي ځواکونو يو څرخي الوتکه ويشتلې ده.

هغه وويل: ((هليکوپتره نسکوره شوې او په کې ناست ١٢ کومانډويان وژل شوي دي.))

خو د کونړ والي د مجاهد يادې څرګندونې رد کړې.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د هيواد په بيلابيلو سيمو کې د افغان امنيتي ځواکونو چورلکو د تخنيکي ستونزو له امله بېړنې ناستې کړي دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.