ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سپنتا: د حکومت او امريکا تېروتنو د هېواد سياسي نظام له ګواښ سره مخ کړى

سپنتا: د حکومت او امريکا تېروتنو د هېواد سياسي نظام له ګواښ سره مخ کړى

author avatar
29 Mar 2016 - 11:12
سپنتا: د حکومت او امريکا تېروتنو د هېواد سياسي نظام له ګواښ سره مخ کړى
author avatar
29 Mar 2016 - 11:12

هرات ښار (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د ملي امنيت شورا پخوانى سلاکار وايي چې د پاکستان پر وړاندې قرباني ورکوي، خو دغه هېواد ته به اجازه ور نه کړي چې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وکړي.

د اوبو او برېښنا پخواني وزير محمداسماعيل تېره شپه د پخواني حکومت يو شمېر چارواکي په هرات ولايت کې خپل کور ته وربللي وو.

په دې ناسته کې د ملي امنيت شورا پخواني سلاکار رنګين دادفر سپنتا وويل چې پاکستان ته به د افغانستان په چارو کې د لاسوهنې اجازه ورنه کړي.

سپنتا د هېواد په اوسني سياسي نظام کې پر شته ګواښونو اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل چې د اوسني حکومت کمزوري پروګرامونه د دې سبب شوي چې د روان کال په اوړي کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شي.

هغه زياته کړه چې په تېرو دوو کلونو کې د حامد کرزي د حکومت د ١٤ کلنو لاسته راړونو ډېره برخه له منځه تللې، د ملي يووالي حکومت د مشرانو او متحدينو په ځانګړي ډول امريکا متحده ايالاتو سياسي تېروتنې د دې سبب شوې چې د هېواد سياسي نظام له ګواښ سره مخ شي.

سپتنا وويل: ((موږ د انګليس او شوروي پر وړاندې د دې خاورې د خپلواکۍ لپاره ميليونونه قربانۍ ورکړې، که چېرته اړتيا وي د پاکستان پر وړاندې هم قرباني ورکوو.))

په دې ناسته کې  د اوبو او انرژۍ پخواني وزير محمد اسماعيل له افغانانو غوښتنه وکړه چې د مخالفينو د ټولو ګواښونو پر وړاندې ودرېږي او د خپل هېواد له نظام نه دفاع وکړي.

هغه يو ځل بيا ټينګار وکړه چې دوى به په هېواد کې طالبان ته د شتون اجازه ورنه کړي.

د يادوو دوو پخوانيو افغان چارواکو څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې د وروستيو څو مياشتو په ترڅ کې په افغانستان او پاکستان کې د سولې څلور اړخيزې ناستې ترسره شوې، خو پايله يې تر اوسه نه ده څرګنده شوې.

 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.