ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو په جوزجان کې درې کسان وژلي

طالبانو په جوزجان کې درې کسان وژلي

author avatar
29 Mar 2016 - 17:07
طالبانو په جوزجان کې درې کسان وژلي
author avatar
29 Mar 2016 - 17:07

شبرغان (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): د جوزجان امنيه قوماندان وايي چې طالبانو په دغه ولايت کې درې کسان له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ او د يوه کس د قتل په تور وژلي دي.

مل پاسوال رحمت الله ترکستاني پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه دوه پېښې په اقچې او منګجک ولسوالۍ کې رامنځته شوې دي.

نوموړي زياته کړه چې خيرالله د منګجک ولسوالۍ د جوى اوراض کلي اوسېدونکى پرون د شپې ناوخته د وسله والو طالبانو له لوري له امنيتي ځواکونو سره د همکارۍ په تور وژل شوى دى.

هغه زياته کړه چې ياد کس دوه کاله وړاندې په منګجک ولسوالۍ کې د ولسي پاڅون ځواکونو په ليکو کې دنده ترسره کوله او اوسمهال يې له امنيتي ځواکونو سره همکاري نه درلوده.

دغه راز د جوزجان امنيه قوماندان وويل چې عبدالقيوم او د هغه زوى اسماعيل د رحمت الله په نوم د يوه کس د وژلو په تور پرون د کلته شاخ په کلي کې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.

رحمت الله شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د نا پېژاندو وسله والو له لوري وژل شوى و.

هغه څرګنده کړه چې دوه کسان عادي خلک و او ازاد کاروبار يې کاوه.

د جوزجان امنيه قوماندان د خبرو په دوام وويل چې د يادو دوو پېښو په اړه څېړنې پيل شوې، خو تر اوسه پورې يې په اړوند څوک نه دي نيول شوي.

د جوزجان د اقچې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي محمد جان وويل چې د اقچې ولسوالۍ وضعيت داسې شوى چې خلک له اقچې يو کيلومتر بهر نه شي تللى، طالبان د ولسوالۍ د کليو په شاوخوا کې په کمين کې ناست دي او شکمن کسان له ځان سره وړي او سزا ورته ورکوي.

د هغه په وينا، د دولت کوم کارکوونکى د کليو پر لور د تللو جرئت نه لري.

د جوزجان امنيه قوماندان د وروستيو نا امنيو او په دغه ولايت کې د طالبانو د فعاليت په اړه وويل چې دغه کارونه تر ډېره د وسله والو مخالفينو تر ولکې لاندې په سيمو کې ترسره کېږي.

طالبانو تر اوسه پورې د دغو پېښو په اړه خپل نظر نه دى څرګند کړى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.