ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غني: سږکال بنسټيزو اصلاحاتوته  تیار یوو

غني: سږکال بنسټيزو اصلاحاتوته تیار یوو

author avatar
29 Mar 2016 - 18:47
غني: سږکال بنسټيزو اصلاحاتوته  تیار یوو
author avatar
29 Mar 2016 - 18:47

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٥): ولسمشر محمداشرف غني وايي، تېر کال د «بقا» خو سږ کال د «تحرک» کال دى او سږ کال دولت بنسټيزو سمونو او له فساد سره مبارزې ته چمتو دى.

د ولسمشرماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې محمداشرف غني، دغه څرګندونې  د پکتیا، پکتیکا، خوست، غزني، لوګر او میدان وردګو ولایتونو او د کوچیانو او د جنوب ختیځ زون ولسي شورا له استازو او مشرانو سره په ناسته کې کړې دي.

سرچينه ليکي چې په دې ناسته کې یاد کسان د امنیت د ټينګښت، روغتیايي اسانتياوو برابرولو، لویو لارو جوړولو،  د کدرونو استخدام، د بندونو جوړېدو، د ځمکو د غصب مخنيوي، اداري فساد او قاچاق د مخنيوي، د څړځايونو په برخه کې د کوچيانو د ستونزو د حل او ځينې نورو مسايلو په اړه له ولسمشر سره خبرې وکړې او د ستونزو د حل غوښتونکي شول.

د خبرپاڼې له مخې، ولسمشر وويل چې په حکومت کې مشارکت د خلکو حق دی، خو د افرادو او خپلوانو د مقررولو پرځای بايد په معیارونو بحث  وکړي.

  غني څرګنده کړه چې سږ کال به د۹ ۲ بندونو د جوړولو کار چې پیسې ورته پیدا شوې ، پیل شي، خو لا هم وزارتونه د بوديجې د معقول مصرف ظرفیت نه لري.

د ده په وينا، سږکال د اوبو او ځمکو انسجام کوي، تر څو یو تحرک رامنځته شي.

د هېواد ولسمشر وویل، وطن  په ټینګه اراده جوړېږي او ساتل کېږي.

هغه زیاته کړه، چې د افغانستان د پوځي اکاډمي ۶۰۰ نوي فارغان د همدغې ارادې پر بنسټ  پرون هلمند ته لاړل، مګر یو شمېر بې ارادې ځوانان له وطن څخه د تېښتې په حال کې دي.

ده وویل، تېر کال د افغانستان د بقا او سږنی  د تحرک کال دی.

 دى وايي چې تېرکال د بوديجې د کسر تر څنګ نړۍ هم له افغانستان څخه د وتلو په حال کې وه، خو وروسته يې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې دوامداره همکاریوته قانع کړه.

غني روان جنګ تحمیلي جنګ وباله او څرګنده یې کړه، چې افغانستان تېر کال  د جنګ ٧ پړاوونه تېر کړل.

هغه زياته کړې:" دښمن غوښتل چې څو ولایتونه ونیسي، خو زموږ امنیتي او دفاعي ځواکونه په مېړانه د هغوی پر وړاندې وجنګېدل".

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.