هرات ښار (پژواک،١٠ ورى ٩٥ ): د هرات په دوو ولسواليو کې نږدې ٢٣ ټولګټې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې چې شاوخوا څلور زره کورنۍ ترې برخمنې کېږي.
د لوېديځ زون د ملي پيوستون پروګرام د اړيکو مسوولې ليدا احمدي پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پروژې د هرات ولايت په غوريان او ګلران ولسواليو کې د ٢٤ ميليونو افغانيو په لګښت د کليو پراختيا وزارت ملي پيوستون پروګرام له لوري، بشپړې او نن ګټې اخيستنې ته وړاندې شوې.
نوموړې زياته کړه چې دې پروژو کې د لومړنيو ښوونځيو، ټولنيزو مرکزونو، محافظوي ديوالونه، د اوبو لګونې کانالونه، د کرنې لپاره د اوبو زېرمې، پولګوټي، د کاريزونو جوړول، د څښکاک اوبو شبکو او د اوبو لګولو شبکو غځول شامل دي.
د لوېديځ زون ملي پيوستون پروګرام د اړيکو مسوولې وويل چې له دې پروژو څخه ٣٧٠٠ کورنۍ ګټه اخيستلى شي.
د هرات يادوو دوو ولسواليو اوسېدونکو ددې پروژو له بشپړيدو څخه خوښي څرګنده کړه.
د هرات غوريان ولسوالۍ د يوه ښوونځي ښوونکې فخريې وويل :" دا پروژې د خلکو ژوند کې مثبت بدلون رامنځ ته کوي، موږ پياوړي کوي زموږ کرنيزو ځمکو او څارويو ته هم ګټورې دي."
د هرات ګلران ولسوالۍ اوسېدونکي فرهاد هم پژواک ته وويل :" زه له مسوولينو غوښتنه کوم چې له دې پروژو دې کلکه څارنه وکړي، څو خلک له دې پروژو څخه په سمه توګه ګټه واخلي."
د يادونې ده چې د کليو پراختيا وزارت د ملي پيوستون پروګرام د خپل فعاليت له پيل څخه تر اوسه ٤٥٣٠ پراختيايي پروژې د نږدې پنځو ميلياردو افغانيو په لګښت هرات کې عملي کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن