ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

چارواکي: په نورستان او لغمان کې ۲۳ وسله والو ته مرګ  ژوبله اوښتې

چارواکي: په نورستان او لغمان کې ۲۳ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
29 Mar 2016 - 11:25
چارواکي: په نورستان او لغمان کې ۲۳ وسله والو ته مرګ  ژوبله اوښتې
author avatar
29 Mar 2016 - 11:25

جلال اباد (پژواک، ۱۰ وری ۹٥): حکومتي چارواکي وايي چې په نورستان او لغمان ولايتونو کې د هوايي بريدونو او وسله والو نښتې په ترڅ کې د دوو طالب ډلمشرانو په ګډون اته وسله وال وژل شوي او ۱۵ نور ټپيان دي.

د ۲۰۱ سېلاب قول اردو وياند ډګرمن شېرين اغا فقيري د وري په ۱۰مه پژواک خبرى اژانس ته وويل چې تېره شپه د ملي اردو هليکوپټرو د نورستان په دواب ولسوالۍ کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريدونه کړي دي.

د فقيري په وينا، په دغو بريدونو کې د عبدالستار او جنت ګل په نومونو د دوو طالب ډلمشرانو په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان شوي دي.

نوموړي د هوايي بريدونو دقيقه سيمه ونه ښوده خو يادونه  يې وکړه چې دا بريدونه هغه مهال شوي چې وسله وال په يوه سيمه کې راټول شوي وو.

دغه راز حکومتي چارواکي وايي چې تېره ورځ ناوخته د لغمان د الينګار ولسوالۍ په منګو سيمه کې ملي اردو سرتېرو له وسله والو طالبانو سره نښته کړې چې په کې درې وسله وال ټپيان شوي دي.

د سېلاب قو ل اردو وياند وايي: ((زموږ د درېيمې لوا سرتېري په ګزمه بوخت وو چې د منګو په سيمه کې يې وسله والو طالبانو سره نښته وکړه، په دې نښته کې د يوه ډلمشر په ګډون درې طالبان ټپيان شوي دي.))

د هغه په وينا، په ياده جګړه کې د ملي اردو سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه د يادو بريدونو په اړه څه نه دي ويلي خو په خپله انټرنېت پاڼه کې ليکلي چې تېره ورځ د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو تر منځ نښته شوې ده.

طالبانو د دې نښتې د مرګ ژوبلې په اړه هم څه نه دي ويلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.