ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل کې چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

author avatar
29 Mar 2016 - 12:07
کابل کې چاودنې ۱۹ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې
author avatar
29 Mar 2016 - 12:07

کابل (پژواک، ١٠ ورى ٩٤): د مشرانو جرګې پخوانى غړى رفيع الله ګل افغان وايي، کابل کې يې موټر ته څېرمه په چاودنه کې څلور تنه وژل شوي او شاوخوا ١٥ نور ټپيان دي، خو ده ته په کې زيان نه دى رسېدلى.

ګل افغان پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې په شاوخوا نهه نيمو بجو دى له خپلو ساتونکو سره په موټرو کې روان و چې د کابل ښار يوولسمې امنيتي حوزې اړوند د پنجشېر واټ په سيمه کې يې له موټره شاوخوا دېرش متره لرې چاودنه وشوه.

ده وويل چې دغه ماين تر پلچک لاندې ځاى پر ځاى شوى و.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د يوې مېرمنې، يوه سړي او دوو ماشومانو په ګډون څلور تنه وژل شوي او د ده د درېيو ساتونکو په ګډون شاوخوا ١٥ نور ټپيان دي.

ګل افغان زياتوي چې د ده يواځې درې ساتونکي ټپيان دي او پاتې وژل شوي او ټپيان شوي کسان لارويان وو.

دى وايي چې ټپيان روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

د هغه په وينا، د ده موټر نه دى زيانمن شوى، خو د نورو ملکي وګړو څلور موټر زيانمن شوي او په سيمه کې د برېښنا يوه ستنه هم نړېدلې چې له امله يې د سيمې برېښنا هم پرې شوې ده.

خو د کابل پوليسو د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مشر، مل پاسوال فريدون عبيدي وايي چې دغه چاودنه د صوتي ماين وه او د مرګ ژوبلې په اړه به يې تر څېړنو وروسته معلومات ورکړي.

د دې چاودنې مسووليت تر دې دمه چا پر غاړه نه دى اخیستى.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.