ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تخار ښوونځي د درسي کتابونو او ښوونکو له کموالي سره مخ دي

د تخار ښوونځي د درسي کتابونو او ښوونکو له کموالي سره مخ دي

author avatar
30 Mar 2016 - 16:43
د تخار ښوونځي د درسي کتابونو او ښوونکو له کموالي سره مخ دي
author avatar
30 Mar 2016 - 16:43

تالقان (پژواک، ١١ ورى ٩٥): د تخار ولايت د ځينو ښوونځیو مدیران او ښوونکي وايي چې له تېرو درېیو کلونو راهيسې د پوهنې رياست ته درسي مواد په ځانګړې توګه کتابونه پر وخت نه دي ور رسېدلي.

په تالقانو کې د ابوعثمان لېسې مدیر عنایت الله جلیلي د وري په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د درسي توکو په ځانګړې توګه د کتابونو نشتوالی یې ښوونیزې چارې له جدي ننګونو سره مخ کړې دي.

نوموړی وايي: ((زموږ تر ټولو مهمې ستونزې د کتابونو نشتوالی دی، تېر کال مو هم کتابونه نه لرل، چې کتابونه نه وي، درسونه به هم نه وي، خو چې درسونه نه وي، ښوونځی او پوهنه بیا څه معنا؟ له وزارته غواړم چې کتابونه را ولېږي چې درسونه شروع کړو.))

په تالقانو کې د سید عبدالرحمن لېسې ښوونکي حبیب الرحمن پژواک ته وويل چې دوی هر کال خپلې غوښتنې د ښوونیز کال له پیلېدو مخکې وزارت ته استوي خو سمه پاملرنه ورته نه کېږي.

نوموړی وايي چې په تېرو دريو کلونو کې چې به کال پای ته ورسېد نو بیا به کتابونه راغلل چې ښوونیز بهیر ته يې هېڅ ګټه نه کوله.

هغه وويل: ((اوس مهال کتابونه نه لرو، کتابونه راځي خو ناوخته، کله چې منځنۍ ازموینې پای ته ورسېږي، بیا کتابونه راځي، هغه هم ټولو ته نه رسېږي، نور مواد خو لا بېخي نه لرو، کتابونه هم نشته.))

په ورته وخت کې بیا د ملا عبدالودود شهید لېسې د نهم ټولګي زده کوونکى محمداصف وايي، سره له دې چې دوی په ښوونځي کې کتابونه نه لري خو درسونه يې پيل شوي دي.

نوموړی وايي: ((څو کاله کېږي چې موږ ته کتابونه نه رسېږي، تېر کال یې شپږ کتابونه راکړي وو، سږ کال خو لا بېخي نشته، خو په بازار کې بیا په پریمانه کچه پیدا کېږي، سم تجارت روان دی.))

په همدې مهال بیا د تخار د پوهنې ریاست ښوونیز مرستیال حسام الدین نظري پژواک ته وويل، دوی هڅې کوي چې د پوهنې په برخه کې شته ستونزې هوارې او د پوهنې کیفیت لوړ کړي.

نظري زیاتوي چې سږ کال د تخار پوهنې رياست ۱۵۰۰ نورو ښوونکو ته اړتیا لري چې وزارت ورته تر اوسه بوديجه او د ګومارلو تګلاره هم نه ده ور لېږلې.

دی وايي چې په نورو کلونو کې دغه تشه د قراردادي ښوونکو د ګومارنې له لارې ډکېده.

ده زياته کړه: ((څه باندې ۱۱ سوه ټولګي مو ښوونکي نه لري، د ښوونکو کموالی مو له مهمو ستونزو څخه ده، په نورو کلونو کې مو قراردادي ښوونکي ګومارل خو سږ کال تر اوسه راته د وزارت له لوري اجازه نه ده راکړل شوې.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.