ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تخار کې ۱۳۰۰ نوي باغونه جوړ شوي

تخار کې ۱۳۰۰ نوي باغونه جوړ شوي

author avatar
31 Mar 2016 - 13:34
تخار کې ۱۳۰۰ نوي باغونه جوړ شوي
author avatar
31 Mar 2016 - 13:34

تالقان (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): د تخار د کرنې رياست چارواکي وايي چې د روان کال په اوږدو کې يې په دغه ولايت کې ١٣ سوه نور باغونه جوړ کړي دي.

د تخار د کرنې او مالدارۍ رييس محمد سالم ساعي د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د يو شمېر نا دولتي موسسو په مرسته يې په روان کال کې په دغه ولايت کې ١٣سوه نوي باغونه جوړ کړي دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، دغه باغونه په  د مرکز تالقانو په ګډون په فرخار، ورسج، کلفګان، چاه اب، رستاق، دشت کلا، ینګي کلا، بنګي او بهارک ولسوالیو کې جوړ شوي دي.

ساعي وايي: ((۱۱۰۰ باغونه د کرنې وزارت له لوري او ۲۰۰ باغونه د موسسو له لوري جوړ شوي دي، پر دغو باغونو په ټولیزه توګه څه باندې لس ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۲۵ سلنه مصارف او کار یې خپله بڼوال کوي او پاتې ټولې چارې د موسسې او د کرنې ریاست پر غاړه دي.))

نوموړی وايي، سربېره پر دې یاده اداره د مرکز تالقانو په یو شمېر للمي ځمکو کې هم د پستو باغونو د جوړولو چارې پیل کړې دي، چې ورسره به هم د بڼوالانو اقتصادي ستونزې هوارې شي او هم به په للمي ځمکو کې شنې سیمې جوړې شي.

هغه وايي: ((د دې باغونو لپاره ځايونه مو ورته ټاکلي دي، په ۲ سوه جریبه للمي ځمکه د پستو باغ جوړوو، د پستې تخم مو له مخکې په پلاستیکي کڅوړو کې کېنولي دي، ډېر ژر به یې په ځمکه کې د کېنولو چارې هم پیل کړو، په تېرو کلونو کې چې کوم د پستو زړي کېنول شوي ښه نتیجه یې ورکړې ده.))

د تالقانو د خطایانو سیمې اوسېدونکي ضیاءالدین چې په پنځه جریبه ځمکه کې یې باغ جوړ کړی پژواک ته وويل چې د کرنې وزارت او یو شمېر موسسو په دغه ولايت کې باغونه جوړ کړي دي.

هغه وايي: ((تقریباً ۸ کاله مخکې څوک د ونې په روزنې نه پوهېدل، شاخه بري د چا زده نه وه او باغونو ته چا دومره پام نه کاوه، حاصلات یې دومره ډېر نه وو، څوک ورسره بلد نه وو، خو اوس هر سړی درې یا څلور جریبه ځمکه کې باغ لري او ښه حاصل هم تر اخلي.))

نوموړی سربېره پر دې چې د باغونو د حاصلاتو او د بڼوالۍ د ودې خبره کوي؛ خو ورسره زیاتوي چې د سړو خونو د نشتوالي له کبله بڼوالانو ته د حاصل له پلوه لازمه ګټه په لاس نه ورځي.

دی وايي که دولت د مېوو د ساتلو لپاره سړې خونې جوړې کړي، دوی به اړ نه وي چې د خرابېدو له ډاره مېوې لیلام کړي.

له تېرو لسو کلونو راهیسې په تخار کې بڼوالي وده کړې او د باغونو حاصلات د کال په تېرېدو سره ډېرېږي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.