کابل (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): د بلخ ولايت سرپرست، د دغه ولايت په سيمه ييزو ادارو کې د ملي مشارکت په پام کې نه نيولو په اړه د ملي اسلامي جنبش د ادعا ردولو ترڅنګ وايي، چې دغه ګوند په يو شمېر ولايتونو کې، سياسي واک په خپل انحصار کې اخيستى دى.
د بلخ ولايت سرپرست او د جمعيت اسلامي اجرايي مشر عطامحمد نور په خپل هغه مطلب کې چې په خپله فېسبوک پاڼه باندې نشر کړى، سيال ګوند له لوري مطرح شوو تورونو ته په اشارې سره ويلي: "په دې وروستيو کې يې د بلخ د سيمه ييزې ادارې پر جوړښت بې بنسټه تورونه وارد کړي، چې د دغو اسنادو خپرولو ته اړ شوي څو يادو ادعاو ته يې يو ځواب ويلى وي."
هغه زياته کړې: "لکه څرنګه مو چې څو ځله ويلي، چې بلخ داسې يو ولايت دى چې په بېلابېلو برخو کې ډېرې لاسته راوړنې لري. په دغه ولايت کې د بېلابېلو قومونو تر منځ د ملي يووالي موجوديت او د يو بل تر څنګ د ژوند د فضا شتون له امله د بلخ په دولتي ادارو کې د ملي مشارکت کچه هم په عادلانه ډول رعايت شوې ده."
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن