ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو په کندهار کې يو ملا امام وژلى

وسله والو په کندهار کې يو ملا امام وژلى

author avatar
31 Mar 2016 - 14:10
وسله والو په کندهار کې يو ملا امام وژلى
author avatar
31 Mar 2016 - 14:10

کندهار (پژواک، ١٢ ورى ٩٥): وسله والو کسانو په کندهار ښار کې يو ملا امام پر ډزو وژلى او وروسته تښتېدلي دي.

دغه پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجط د لسمې امنيتي حوزې اړوند د لويې ويالې د نري پُل په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د وري په ١٢مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله وال پر موټرسايکل سپاره وو او هغه وخت يې د سيمې يو ملا امام په نښه کړ چې خپل کور ته پر لاره و.

دى زياتوي، بريد کوونکو پر ملا امام د تومانچې ډزې کړې هغه يې ځاى پر ځاى وژلى او وروسته تښتېدلي دي، خو پوليسو يې د نيولو هڅې پيل کړي دي.

د ده په خبره، د پوليسو له لومړيو پلټنو څرګندېږي چې دغه موضوع جنايي اړخ لري؛ ځکه ياد ملا امام شخصي دښمني لرله.

د دې پېښې مسووليت تر دې مهاله کومې ډلې نه دى منلى.

تر دې وړاندې په کندهار ښار کې په ورته غلچکي بريدونو کې ګڼ شمېر ديني عالمان، قومي مشران، دولتي کارکوونکي او امنيتي مسوولين په نښه شوي او وژل شوي، چې د ډېرو پړه وسله والو طالبانو په غاړه اخيستې.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.