ښرنه(پژواک،١٣ورى٩٥): د ملي امنيت موظفينو د پکتيکا ولايت په مرکز کې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زيرمه کشف او ترلاسه کړه.
په پکتيکا کې د ملي امنيت يوې سرچيني د وري١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو د مرکز ښرنې اړوند د محمد خيلو په سيمه کې د وسله والو طالبانو د وسلو يوه زيرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
هغه وويل چې له دې زيرمې څخه وسلې، چاوديدنکي توکي، د ملي اردو يونفورم، ماينونه، مخابرې او ګڼ شمير مرمې ترلاسه شوي دي.
سرچينه وايي چې ددې زيرمې په تړاو تر اوسه څوک نه دي نيول شوي.
د مرکز ښرنې اوسيدونکي حکمت الله شرنوال هم پژواک ته وويل چې د ملي امنيت ځواکونو په مرکز ښرنه کې د وسلو يو زيرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
هغه وايي چې د دې زيرمې په ترلاسه کېدو سره د ګڼو کسانو ژوند وژغورل شو.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
رحيم خان خوشحال
زهير
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن