نيلى(پژواک،١٣ورى٩٤): د دايکندي په محبس کې يو زنداني ځوان د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشريزو ټاکنو د مخکښې کانديدې هيلارى کلينتون مجسمه جوړه کړه.
دغه مجسمه د شيرحسين هويدا له لوري چې د شپږ مياشتو راهېسې په دايکندې کې زنداني دى جوړه شوې ده.
د هغه په وينا سولې او امنيت ته ډيره ليوالتيا لري او تل يې هڅه کړې چې د سولې لپاره يو څه وکړي.
هغه زياته کړه چې د افغانستان او نړۍ په اړه د سولې اړوند کارونه ورته مهم دي او تل يې د رسنيو له لارې د سولې په برخه کې د نړۍ رهبرانو کړنې څارلې دي.
هغه وايي هڅه يې کړې ترڅو پوه شي چې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشرۍ په ټاکنيزو سياليو کې کوم نوماند د سولې په اړه څه ډول نظر لري.
ده وويل چې د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشريزو ټاکنو د سيالانو ترمنځ يې د هيلاري کلينتون شعار خوښ شوى دى.
نوموړي زياته کړه: (( ميرمن کلينتون په خپلو خبرو کې وويل چې د نړۍ مسلمانان او مسيحيان سره وروڼه دي، د کلينتون دې خبرې را باندې دومره اغيزه وکړه چې زه يې دې اړ کړم ترڅو د هغې مجسمه جوړه کړم.))
هويدا وايي چې د هيلاري کلينتون د ټولې مجسمې د جوړلو تکل يې کړى و خو امکاناتو د نشتوالې له امله يې ونشو کولاى.
هغه وويل: (( دغه مجسمه مې له ګچ څخه جوړه کړې ده، په اوله کې مې غوښتل ټوله مجمسه يې جوړه کړم خو امکانات مې محدود و او خپل هدف ته ونه رسيدم.))
د هغه په وينا د مجمسې جوړلو هنر يې د ګډوالې پرمهال په ګاونډيو هيوادونو کې زده کړى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن