ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ناامنيو په باميانو کې د ګرځندويانو کچه راټيټه کړې

ناامنيو په باميانو کې د ګرځندويانو کچه راټيټه کړې

author avatar
2 Apr 2016 - 20:34
ناامنيو په باميانو کې د ګرځندويانو کچه راټيټه کړې
author avatar
2 Apr 2016 - 20:34

باميان (پژواک ١٤ ورى ٩٥): د باميانو ولايت سيمه ييز چارواکي وايي، د کابل-باميانو نښلوونکې لارې په اوږدو کې امنيتي ستونزې؛ له دغه ولايت څخه د کورنيو او بهرنيو ګرځنديانو کچې د راټيټېدو لامل شوې دي.

باميان د هېواد له لرغونو او تاريخي ولايتونو څخه دى، چې د بودا دوه مجسمې او بند امير (د هېواد لومړنى ملي پارک) په کې دي، دغه راز د دغه ولايت تاريخي سيمې هم د بهرنيو ګرځندويانو د ليدو او د توريزم صنعت د پراختيا يو لامل ګڼل کېږي، چې د دغه ولايت اته سيمې هم ملګرو ملتونو د فرهنګي ميراثونو سازمان (يونسکو) کې ثبت شوې دي.

خو د باميانو ولايت چارواکي وايي، په وروستيو کلونو کې په هېواد کې د ناامنيو له زياتېدو سره دغه ولايت ته اوسمهال ډېر کم کورني او بهرني ګرځندويان راځي او د هر کال په تېرېدو سره د ګرځندويانو په ځانګړي ډول بهرنيانو کچه راټيټېږي.

د باميانو د تاريخي ابدو مدير عبدالحميد پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ١٣٩٣ لمريز کال کې ٣٥٠ بهرنيو او ٤٧٤٠ ګرځندويانو له باميانو ولايت ليدنه کړې، خو په ١٣٩٤ لمريز کال کې بيا د بهرنيو ګرځندويانو شمېر ٢٢٥ کسانو او د کورنيو بيا ٤٥٨٥ کسانو ته راټيټ شوى او داسې اټکل کېږي، چې په روان کال کې به دغه کچه پنځوس سلنې ته راټيټه شي.

هغه زياته کړه: "د ګرځندويانو کچې د راټيټېدو لامل د باميانو-کابل نښلوونکې لارې په اوږدو کې ناامني ده، چې کورني او بهرني ګرځندويان نه شي کولى د باميانو له دوو لويو لارو (ميدان وردګ او پروان) دغه ولايت ته سفر وکړي."

د باميانو د فرهنګ او توريزم امر محمد اسحق عزيزي، د سټنډرډ هوايي ډګر نه شتون باميانو ته د ګرځندويانو کچې د راټيټېدو عمده لامل وباله او ويې ويل، په باميانو کې د کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو د کچې ټيټوالى، د بېوزلۍ او او بې روزګارۍ لامل شوى او ډېرى ځوانانو د بې روزګارۍ له امله د خپل وطن پرېښودو ته اړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، له دغه ولايت څخه د کورنيو او بهرنيو ګرځندويانو ليدنه خلکو ته روزګار پيدا کوي او ډېر شمېر موټر چلوونکي او کسب کاران ترې ګټه اخلي، خو له بده مرغه کابل ته د غځېدلې لارې په اوږدو کې ډېرې ستونزې دي.

ورته مهال د يونسکو له سازمان سره د ٨ ثبت شويو سيمو له ډلې يې يوه چې قُل اکرم نومېږي؛ د ويجاړېدو له خطر سره مخامخ ده او په ياده سيمه کې يو شمېر کورنۍ ځاى پر ځاى شوې، چې له سمڅو څخه يې د دوى د مېږو د غوجلو په توګه ګټه اخيستل کېږي.

د يادې سيمې يوه اوسېدونکي چې له نوم اخيستو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل: "موږ له دغو سمڅو څخه ځکه ګټو اخلو چې زموږ په کلي کې دي او موږ د دې حق لرو چې له هغو څخه د غوجلو او د اوسېدو لپاره ګټه واخلو."

خو د باميانو د لرغونو ابادو مدير وويل، چې يادو کورنيو ته دوه ورځې نور هم د دې فرصت ورکړل شوى، څو دغه تاريخي سيمه خوشې کړي؛ له هغه پرته به له قانوني چلند سره مخامخ شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.