ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بدخشان د پوهنې رياست کې سلګونه بستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي

د بدخشان د پوهنې رياست کې سلګونه بستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي

author avatar
2 Apr 2016 - 18:49
د بدخشان د پوهنې رياست کې سلګونه بستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي
author avatar
2 Apr 2016 - 18:49

فيض اباد (پژواک ١٤ ورى ٩٥): د بدخشان د پوهنې په نظام کې بې نظمي، بې عدالتي او انارشېزم تر عوج پورې رسېدلي او د دغه ولايت په معارف رياست کې ٦٣٤ تدريسي او اداري بستونه د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

 دغه مطلب، بدخشان ولايت ته د پوهنې وزارت د لېږل شوي پلاوي په موندنو کې څرګند شوى، چې ياد ولايت ته يې د پوهنې نظام د څېړنې په موخه سفر کړى دى.

  د پوهنې وزير سلاکار قيس مهر آيين چې د پوهنې وزارت د درې کسيز پلاوي په مشرۍ بدخشان ته تللى، وويل چې د بدخشان د والي، وکيلانو او د خلکو د شکايتونو له مخې يې دغه ولايت ته سفر کړى، څو د بدخشان د پوهنې نظام په تدريسي او اداري برخو کې وڅېړي.

 هغه زياته کړه، چې د پوهنې وزارت د لېږل شوي پلاوي موندنې ښيي چې له تېرو څو کلونو راهيسې په دغه ولايت کې ٦٣٤ اداري او تدريسي بستونه، د يو شمېر کسانو د شخصي اړيکو او د پر معارف رياست باندې د زورواکو د فشار له امله د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

 د نوموړي په وينا، تحصيل کړي کسان چې د سيالۍ په ازموينې کې بريالي شوي په دغو بستونو باندې نه دي ګومارل شوي او پر ځاى يې د شخصي اړيکو پر مټ راغلي کسان د سرپرستانو په توګه ټاکل شوي چې دا کار د پوهنې وزارت لپاره د نه منلو وړ کار دى.

 د پوهنې وزارت سلاکار زياته کړه، چې د ښوونکو د ٦٤٢ بستونو رقابتي ازموينه چې پخوا د ٣ زره داوطلبه ليسانسه او څوارلسم پاسانو اخيستل شوې او د هغو دليلونو له امله چې د بدخشان د والي له لوري ځنډول شوې وه؛ د پلاوي له لوري حل شوه او د يادې ازموينې د ګډونوالو د پايلو لړۍ پيل شوه.

 مهرايين وويل: "پخوا اجيرو او حق الزحمه يي ښوونکو خپلې دندې تر سره کولې، خو په روان ښوونيز کال کې د دولسم پاسانو او اجيرو ښوونکو پر ځاى د لوړو زده کړو لرونکي ښوونکي په دندو ګومارل کېږي."

 هغه زياته کړه، داسې اسناد مو ترلاسه کړي چې د پوهنې مدير او د ليسې مدير د پوهنې وزير امر هم نه دى منلى، اړيکي او شخصي سليقې يې له قانوني حکم هم لوړې منلې دي.

 نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د بدخشان په پوهنې کې بې نظمي، بې عدالتي او انارشېزم حاکم دى، وويل: "هڅه کوو چې د بدخشان په پوهنه کې يو بنسټيز بدلون رامنځته کړو، د بدخشان د پوهنې په مخ کې پرتې ستونزې او خنډونه حل کړو او د بدخشان په ښوونځيو کې د پوهنې او تدريس کيفيت پورته يوسو."

 ورته مهال د بدخشان د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو مشر محمد شريف مبارز وويل، چې سرپرستانو په اداري او تدريسي بستونو کې د ښوونيزو خدمتونو د وړاندې کولو پر کيفيت منفي اغېزه ايستې او په حقيقت کې د يوې ادارې سرپرستوالى، يوه تشه ده چې د خدمتونو د وړاندې کولو کچه راټيټوي او يو مامور کومه ژمنه چې د ملکي خدمتونو په اداره کې لري؛ د سرپرستۍ د مقام پر مهال هغه ژمنه نه لري.

 هغه زياته کړه: "د معارف په رياست کې د استخدام کمېټه، زموږ له ادارې سره همغږي نه لري؛ له همدې امله ده چې سرپرستان په خپل حال پاتې، چې د پوهنې وزارت هم په دا ډول حالاتو کې خوښ نه دى او موږ هم هڅه کوو چې دغه بستونه د ريفورم له لارې ډک شي."

 د هغه په وينا، له ١٣٩٠ هجري کال راهيسې د بدخشان د پوهنې په نظام کې ٣٥٠ ټيټ مقام لرونکي بستونه ريفورم شوي، خو دغه لړۍ په يو شمېر ولسواليو کې د نا امنۍ له امله ځنډېدلې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.