د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان او پاکستان فرهنګي فیستوال ترسره شو

د افغانستان او پاکستان فرهنګي فیستوال ترسره شو

Apr 03, 2016 - 16:28

دغه درې ورځنی سیمه یز فرهنګي فیستوال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د ( کابل په کراچۍ) تر نامه لاندې د مارچ له ۲۶ څخه تر ۲۹ پورې د موبي گروپ (oupG yobM) او د پاکستان د مدني بنسټونو او ژورناليستانو لخوا  جوړ شوی و.

په دغه فستیوال کې د موسیقي په پروګرامونو، د عکسونو او مستندو فلمونو پر نندارې سربیره د دواړو هیوادنو په فرهنګ او ژبو هم بحث وشو. په دي سربیره ددواړو هیوادونو د ژورنالستانو ترمنځ د ژورنالستانو پر ستونزو او سهولتونو ګردي میزونه هم جوړ شول.

پر لومړۍ ورځ په ګردي میز کې په سیمه او د کابل او اسلام اباد پر اړيکو د رسنیو د فعالیت پر اغیزو بحث وشو.

ددغه فیستیوال پر دویمه ورځ د پاکستان او افغانستان د ژورنالستانو ترمنځ له کابل څخه د راپور ورکولو تر عنوان لاندي مناظره وشوه، چې په دې برخه کې د دواړو هیوادونو د ژورنالستانو د کاري برخې په ستونزو او سهولتونو بحث وشو.

د دواړو هیوادونو ژورنالستانو ناامنۍ د ژورنالستانو او د دوی د کارونو پر وړاندي لوی خنډ وباله، خو په څنګ کې یې پر دې هم بحث وشو چې ددواړو هیوادونو رسنۍ په دې توانیدلي چې په لاس ورغلی فرصت څخه ښه ګټه پورته کړي.  د دواړو هیوادونو د رسنيو فعالیت د عامه افکار په تغییر کې له تاثیر نه ډکه وسیله وبلل شوه.

ولې د دواړو هیوادونو ژورنالستان، رسنۍ او مدني ټولني سره لري دي؟

دلیل دا وښودل شو چې ګنې په دواړو هیوادو کې ځیني کړۍ نه غواړي چې دا موثري خواوې سره نژدي شي.

دویم: بهرني استخبارات نه غواړي چې دا دواړه هیوادونه سره يو ځاي شي.

دريم: تر ټولو مهم ددواړو هیوادونو حکومتونه خصوصآ د پاکستان حکومت ، پوځ او استخبارات نه غواړي چې دا موثري کړي او د خلکو اصلي نماینده ګان سره یوځاي شي.

څنګه کیدای شي چې ددواړو هیوادونو ژورنالستان او رسنۍ او مدني ټولني سره نږدې شي؟

اول د دواړو هیوادونو د ژورنالستانو او مدني ټولنو ترمنځ باید تګ راتګ زیات شي، ګډ بحثونه وکړي، ناسته ولاړه ولري ترڅو د اعتماد فضا رامنځ ته شي.

وروسته له هغه د ډلیزو رسنیو له لاري د دواړو هیوادونو په حکومت فشار راوړل شي چې دا ډول زمینې نورې هم ډیرې او پریکړي ته یې درناوی وکړي.

که چیرته ددواړو هیوادونو ژورنالستان، رسنۍ او مدني ټولني سره یوځاي شي ګټه به یې څه وي؟

افغانان او اوس پاکستان او ټوله سیمه له نا امنۍ کړیږي، که د دواړو هیوادونو ژورنالستان، رسنۍ او مدني ټولني سره نژدي شي، نیک روابط پیدا کړي او پر یو بل اعتماد وکړي‌، د سولې په راوستلو کې اغیزمن واقع کیدای شي.

په دریمه ورځ د افغانستان او پاکستان د خبریالانو تر منځ‌ ازاد بحث وشو، په دې بحث کې په دې تاکید وشو چې ددواړو هیوادونو رسنۍ، او ژورنالستان باید دد دواړو هیوادونو د خلکو تر منځ او د حکومتونو د روابطو د ښه کیدو لپاره اغیزمن رول لوبوي.

په دریمه ورځ افغان خبریالانو په کراچۍ کې د پاکستان د خبریالانو مرکز (پرس کلپ) څخه لیدنه وکړه، چې په دي لیدنه کې زیات بحث د ډلیزو رسنیو د تبلیغ تاثیر د عام خلکوپه افکارو او له همدي افکارو څخه ددواړو هیوادونو روابطو په ښه کیدو د مثبت خواته سوق ورکول وه.

د پاکستان خبریالان په دي باور ول چې د پاکستان داخلي جنجالونه، روابط په سیمه کې له هند او چین سره ددي باعث شوي چې افغانستان ته کمه توجه وشي.

په اخیر کې ددواړو خواوو ژورنالستانو دا ډول فیسټیوالونه ناستو هر کلی وکړ او دا یې د کابل او اسلام اباد د روابطو د ښه کیدو لپاره يو ښه چانس وبلل.      

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan