ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کابل-  ننګرهار پر لار ترافیکي پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل- ننګرهار پر لار ترافیکي پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
3 Apr 2016 - 10:56
د کابل-  ننګرهار پر لار ترافیکي پېښه کې پنځو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
3 Apr 2016 - 10:56

جلال اباد (پژواک، ١٥ ورى ٩٥): په لغمان ولايت کې د کابل- ننګرهار پر لويه لار د ترافيکي پېښې له امله دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې یاده پېښه د قرغیو ولسوالۍ اړوند د کابل- ننګرهار پر لویه لاره د ګردي کڅ په سیمه کې د کرولا او ټېلر موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

هغه وايي چې په پېښه کې دوه کسان مړه شوي او درې نور ټپيان دي.

هغه وايي چې په کرولا کې ناسته ټول سپرلي نارینه وو چې ټپيان یې د سرخکانو په روغتیايي کلینیک کې تر لومړنۍ درملنې وروسته ننګرهار ته انتقال شوي دي.

د کابل- ننګرهار د لويې لارې يو مسافر ميرويس پژواک ته وويل: ((موږ چې کله ورسېدو نو کرولا او ټېلر سره جنګېدلي و، د ټېلر ډريو تښتيدلى و خو په کرولا کې دوه کسه مړه و چې يو يې ډريور و او درې کسه نور يې سخت ټپيان وو.))

د لويې لارې د ترافیکو د معلوماتو له مخې، پېښه د کرولا موټر چلوونکي د بې احتياطۍ له امله رامنځته شوې ده.

دا په داسې حال کې چې وړمه ورځ په هرات ولايت کې د ترافيکي پېښې له امله ١١کسا وژل شوي وو او ٧ تنه نور ټپيان دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.