د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غزني کې سېلابونو زیانونه اړولي

غزني کې سېلابونو زیانونه اړولي

Apr 03, 2016 - 17:12

غزني ښار (پژواک، ۱۵ وری ۹۵): د غزني په ځينو سيمو کې پرله پسې ورښتونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي او ستونزې یې جوړې کړې دي.

د دغه ولايت د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي محمدعلي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وروستيو پرله پسې ورښتونو په دې ولسوالۍ کې خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړی وايي: ((دا چې مالستان ولسوالي غرونه لري او درې ورځې پرله پسې بارانونه وشول، نو د خلکو کورونه يې نړولي او څاروي يې هم مړه کړي دي.))

ده زياته کړه، ورښتونو په دې ولسوالۍ کې ځاني تلفات نه دي اړولي، خو که ورښتونه همداسې دوام وکړي، نو امکان لري چې خلکو ته مرګ ژوبله هم واړوي.

د غزني په جاغوريو ولسوالۍ کې هم بارانونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکى محمداصف وايي، په دې ولسوالۍ کې بارانونو د يو شمېر خلکو کورونه او باغونه له منځه وړي دي.

هغه زياته کړه: ((نږدې پنځوس کورونه نړېدلي دي، زیات شمېر څاروي هم مړه شوي دي.))

د ده په وينا، په دې ولسوالۍ کې څو ورځې کېږي چې بارانونه ورېږي او نږدې درې سوه کورنۍ يې زيانمنې کړې دي.

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ د حمزه خېلو سیمې اوسېدونکي محمداکرم پژواک ته وويل، د دوى په سیمه کې سېلابونو د خلکو باغونه خراب کړي او د دې تر څنګ يې د خلکو لسګونه جریبه ځمکه هم وړې ده.

د غزني د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت پژواک ته وويل، د سېلابونو له امله په دې ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، سېلابونو ځيني کورونه نړولي او خلک يې نورو سيمو ته کډه شوي دي خو مرګ ژوبله نه لري.

په غزني کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر حفیظ الله ګلستاني پژواک ته وويل، دوى ته تر اوسه یواځې له جاغوريو ولسوالۍ څخه معلومات رسېدلي چې په دې ولسوالۍ کې بارانونو د خلکو کورونه ویجاړ کړي دي.

هغه وايي: ((زموږ اداره له زیانمنو سره مرستې کولو ته اماده ده،خو اول باید موږ پوره راپور واخلو چې چېرته سېلابونو زیانونه اړولي دي، وروسته به له خلکو سره مرستي وکړو.))

دى زياتوي، د سېلابونو له امله تر اوسه په دعخ ولايت کې څوک نه دي مړه شوي.

دا په داسې حال کې ده چې د وروستيو ورښتونو له امله په زابل ولايت کې درې تنه مړه شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement