ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې سېلابونو زیانونه اړولي

غزني کې سېلابونو زیانونه اړولي

author avatar
3 Apr 2016 - 17:12
غزني کې سېلابونو زیانونه اړولي
author avatar
3 Apr 2016 - 17:12

غزني ښار (پژواک، ۱۵ وری ۹۵): د غزني په ځينو سيمو کې پرله پسې ورښتونو خلکو ته مالي زيانونه اړولي او ستونزې یې جوړې کړې دي.

د دغه ولايت د مالستان ولسوالۍ اوسېدونکي محمدعلي د وري په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وروستيو پرله پسې ورښتونو په دې ولسوالۍ کې خلکو ته ډېر مالي زيانونه اړولي دي.

نوموړی وايي: ((دا چې مالستان ولسوالي غرونه لري او درې ورځې پرله پسې بارانونه وشول، نو د خلکو کورونه يې نړولي او څاروي يې هم مړه کړي دي.))

ده زياته کړه، ورښتونو په دې ولسوالۍ کې ځاني تلفات نه دي اړولي، خو که ورښتونه همداسې دوام وکړي، نو امکان لري چې خلکو ته مرګ ژوبله هم واړوي.

د غزني په جاغوريو ولسوالۍ کې هم بارانونو خلکو ته زیانونه اړولي دي.

د دې ولسوالۍ اوسېدونکى محمداصف وايي، په دې ولسوالۍ کې بارانونو د يو شمېر خلکو کورونه او باغونه له منځه وړي دي.

هغه زياته کړه: ((نږدې پنځوس کورونه نړېدلي دي، زیات شمېر څاروي هم مړه شوي دي.))

د ده په وينا، په دې ولسوالۍ کې څو ورځې کېږي چې بارانونه ورېږي او نږدې درې سوه کورنۍ يې زيانمنې کړې دي.

دغه راز د قره باغ ولسوالۍ د حمزه خېلو سیمې اوسېدونکي محمداکرم پژواک ته وويل، د دوى په سیمه کې سېلابونو د خلکو باغونه خراب کړي او د دې تر څنګ يې د خلکو لسګونه جریبه ځمکه هم وړې ده.

د غزني د مالستان ولسوال ضامن علي هدایت پژواک ته وويل، د سېلابونو له امله په دې ولسوالۍ کې لسګونه کورنۍ زیانمنې شوې دي.

د هغه د معلوماتو له مخې، سېلابونو ځيني کورونه نړولي او خلک يې نورو سيمو ته کډه شوي دي خو مرګ ژوبله نه لري.

په غزني کې له پېښو سره د مبارزې ادارې مشر حفیظ الله ګلستاني پژواک ته وويل، دوى ته تر اوسه یواځې له جاغوريو ولسوالۍ څخه معلومات رسېدلي چې په دې ولسوالۍ کې بارانونو د خلکو کورونه ویجاړ کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.