ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مجددي: د دولت کابينې نه بشپړېدل او د وزيرانو استعفا د اندېښنې وړ ده

مجددي: د دولت کابينې نه بشپړېدل او د وزيرانو استعفا د اندېښنې وړ ده

author avatar
3 Apr 2016 - 20:15
مجددي: د دولت کابينې نه بشپړېدل او د وزيرانو استعفا د اندېښنې وړ ده
author avatar
3 Apr 2016 - 20:15

کابل (پژواک، ١٥ورى ٩٥): د افغانستان د ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا وايي چې د کابينې نه بشپړېدل او د دولت ځينو لوړ پوړو چارواکو شا په شا استعفا د اندېښنې وړ ده او حکومت بايد دې ستونزې ته لاسرسى وکړي.

د افغانستان د ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا غړي او د افغانستان ملي نجات جبهې ګوند مشر ذبيح الله مجددي نن کابل کې د يوې خبري غونډې په ترڅ کې په دې اړه خبرې وکړې.

نوموړي وويل: "موږ دې وروستيو کې د دولتي لوړ پوړو چارواکو د پرله پسې استعفا شاهدان يو، په ډيموکراتيکو نظامونو کې د استعفا دود يو منل شوى او مطلوب سنت دى؛ کوم کسان چې ځان وړ نه بولي بايد خپله څوکۍ وړو او مستعدو کسانو ته وسپاري او دا ډول کړنه د حکومتي چارو د لا سمون لپاره کوي."

خو مجددي زياته کړه چې دا شورا د جبري استعفا په اړه اندېښنه لري او په دې باور ده چې اوسنيو شرايطو کې خورا ستونزمنه ده چې ددې ډول مسلکي او متخصصو وزيرانو ځاى څوک ډک کړي.

د ملي او جهادي ګوندونو شورا دې غړي د ملي يووالي حکومت له مشرانو غوښتنه وکړه، څو خپلمنځۍ ستونزې هوارې کړي او د وضعيت ښه کېدو لپاره ګام واخلي.

په دې وروستيو کې رحمت الله نبيل د ملي امنيت، نورالحق علومي د کورنيو چارو وزارت، محمد يوسف نورستاني د ټاکنو خپلواک کمېسيون له مشرۍ او داوودشاه صبا د کانونو او پتروليم وزارت له پوستونو څخه استعفا ورکړې ده.

 د نبيل، علومي او نورستاني استعفاګانې د ولسمشراشرف غني له لوري منظور شوي دي؛ خو د صبا استعفا تر اوسه نه ده منظور شوې .

اوسمهال، دفاع ، کورنيو چارو وزارتونه او ملي امنيت لوى رياست د سرپرستانو له لوري اداره کېږي.

ذبيح الله مجددي وويل :" د کابينې غړو نه بشپړتيا او د وزارتونو اداره په ځانګړې توګه د امنيتي وزارتونو اداره د سرپرستانو له لوري زموږ د اندېښنې لامل ګرځېدلي دي او له حکومت څخه غواړو چې ډېر ژر ددې تشې ډکولو لپاره لاس په کار شي.

د ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا استازي وړاندې د سولې مذاکراتو په اړه د خبرو په ترڅ کې وويل :"سوله يوه اړتيا ده او موږ له  هر مثبت ګام څخه چې دې لارکې پورته کېږي، هرکلى کوو او دا شورا د سولې لپاره د ګلبدين حکمتيار په مشرۍ د افغانستان اسلامي ګوند له چمتووالي څخه هرکلى کوي."

مجددي په ورته وخت کې وويل چې هغوى د افغانستان سولې بهير په اړه  د څلور اړخېزو غونډو د ژمنو نه عملي کېدو چې د افغانستان، پاکستان، چين او امريکا له خوا پرمخ وړل کېږي، اندېښنه لري اوله طالبانو غواړي چې د افغانانو په غوښتنه د سولې ټينګښت ته لبيک ووايي.

ددې غونډې بله برخه کې، د ملي او جهادي ګوندونو عالي شورا اته ماده ييز پرېکړه ليک ددې شورا غړي احمد فرزان له لوري ولوستل شو.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.